زابل: شاه جوۍ ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې اړوند شانداره غونډه تر سره شوه (انځوریز)

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍکې ددې ولایت د پوهني د رئیس او ور سره مل پلاوي له خوا ښوونیزه او تربیتي ناسته ترسره شوه، چې په دې ناسته کې د یادې ولسوالۍ جیدو علماءکرامو، مخورو سیمئیزو مشرانو او ګڼ شمېر د دیني او عصري تعلیمي ادارو مسئولینو او استاذانو برخه درلوده. د غونډې […]

د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍکې ددې ولایت د پوهني د رئیس او ور سره مل پلاوي له خوا ښوونیزه او تربیتي ناسته ترسره شوه، چې په دې ناسته کې د یادې ولسوالۍ جیدو علماءکرامو، مخورو سیمئیزو مشرانو او ګڼ شمېر د دیني او عصري تعلیمي ادارو مسئولینو او استاذانو برخه درلوده.

د غونډې ګډونوالو ته د کمېسیون لخوا د اړوند طرزالعملونو د عملي کولو سپارښتنه وشوه، ترڅو ښوونيزه لړۍ نوره هم اصولي او معیاري شي.
همدارنګه د عصري ښوونځیو مسئولینو ته یو لنډمهاله ښوونیز سیمینار ورکړل شو، چې په یاد سیمینار کې ددې برخي اصلاحي طرزالعمل په ښه ډول تشریح اوهر مسئول ته یویو لیکلی نقل هم ورکړل شو.

د غونډې ټولو ګډونوالو له یادې غونډې خوښي وښوده او د هر ډول مرستې ژمنه یې وکړه.

۲۰۲۱/۷/۲۷