سرپل: سيدآباد او الجهاد ولسوالیو کې د تعليمي ادارو له مسئولینو سره پراخه غونډې تر سره شوه

د سرپل ولایت د تعلیم او تربیې رئیس ددې ولایت اړوند د الجهاد او سیدآباد ولسوالیو څخه لیدنه تر سره کړه، ورسره یې ددې ولسوالیو د تعليمي ادارد له مسئولینو سره غونډې هم تر سره کړې. په غونډو کې د تعليم په اهمیت، د مدارسو د کیفیت په سمون، اداري اصولو او په نورو اړوندو […]

د سرپل ولایت د تعلیم او تربیې رئیس ددې ولایت اړوند د الجهاد او سیدآباد ولسوالیو څخه لیدنه تر سره کړه، ورسره یې ددې ولسوالیو د تعليمي ادارد له مسئولینو سره غونډې هم تر سره کړې.

په غونډو کې د تعليم په اهمیت، د مدارسو د کیفیت په سمون، اداري اصولو او په نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې، د اداري کتابونو په هکله چې کومې نیمګړتیاوې په ګوته شوې، په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې او له تعلیمي مسئولینو غوښتنه وشوه چې ټول اداري کتابونه بشپړ او ساتنې ته یې ځانګړې پاملرنه وشي.

همدا راز له اړوند مدیرانو څخه غوښتنه وشوه چې باید خپلو دندو ته په ښه توګه پاملرنه وکړي او په میاشتني ډول له ټولو تعلیمي ادارو څخه لیدنه تر سره کړي.
۲۰۲۱/۷/۱۲