فاریاب او بادغیس ولایتونو کې تعلیمي او اداري سيمينارونه جوړ او له تعلیمي ادارو څخه لیدنه تر سره شوه

د شمال غرب حلقې تعلیمي مسئول دیوه پلاوي په ملګرتیا، فاریاب او باد غیس ولایتونو ته دسفر په ترځ کې ددې ولایتونو تعلیمي مسئولینو ته په تعلیمي برخه کې ښوونیز او اداري لنډمهاله سيمينارونه ترتیب کړل چې دمجربو کسانو لخوا په تعلیمي او اداري برخو کې دضرورت وړ معلومات ورکړل شول ترڅو خپل اداري کارونه […]

د شمال غرب حلقې تعلیمي مسئول دیوه پلاوي په ملګرتیا، فاریاب او باد غیس ولایتونو ته دسفر په ترځ کې ددې ولایتونو تعلیمي مسئولینو ته په تعلیمي برخه کې ښوونیز او اداري لنډمهاله سيمينارونه ترتیب کړل چې دمجربو کسانو لخوا په تعلیمي او اداري برخو کې دضرورت وړ معلومات ورکړل شول ترڅو خپل اداري کارونه دتعليمي او اداري اصول سره سم عيار کړي.

همدارنګه ددې سفر په ترځ کې له یو شمېر دیني اوعصري تعلیمي ادارو څخه نظارت ترسره شو او داړوندو کارونو ارزونه یې وشوه اوهم لازمې سپارښتنې ورته وشوې.

او هم دلیدنو او کتنو په ترځ کې دسیمې دیوشمېر مخورو او متنفذو علماوو او دسیمې دمخور مشرانو سره دتعليمي بهیر دلاپرمختګ په منظور مجالس ترسره شول او په دې برخه کې نظرونه او وړانديزونه ترې وغوښتل شول، چې هغوی هم دتعليمي مسئولینو څخه دخوښۍ ترڅنګ خپل اړوند وړانديزونه ورته وسپارل تعلیمي مسئولینو یې ترممکنه حده دعملي کولو ژمنه وکړه.۲۰۲۱/۷/۱۹