نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د شمالي حلقې تعلیمي مسئولینو ددې ولایت د آقچه، خانقاه، مردیان اوفیض آباد ولسوالیو د نويو مفتوحه سیمو له علماء کرامو او د عصري تعلیمي ادارو له مدیرانو او استاذانو سره غونډې تر سره کړې. د غونډو ګډونوالو ته د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي […]
د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د شمالي حلقې تعلیمي مسئولینو ددې ولایت د آقچه، خانقاه، مردیان اوفیض آباد ولسوالیو د نويو مفتوحه سیمو له علماء کرامو او د عصري تعلیمي ادارو له مدیرانو او استاذانو سره غونډې تر سره کړې.
د غونډو ګډونوالو ته د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون پالیسي، لوائح، طرزالعملونه، تعلیمي نصاب او نور اړوند مواد تشریح شول.
همداراز د تعلیمي ادارو ټول پرسونل ته د خپلو دندو په تر سره کولو کې د امنیت اطمینان ورکړل شو، د دوی نظرونه او ستونزې هم واورېدل شوې او د حل په اړه يې پوره ډاډ ورکول شو.
د غونډو برخه والو د اسلامي امارت د مسئولینو د خدماتو څخه مننه وکړه او د خوښۍ اظهار یې وکړ. ۲۰۲۱/۷/۷
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.