• تاریخ : جمعه, ۲۱ ثور , ۱۴۰۳
  • برابر با : Friday - 10 - May - 2024
  • ساعت :

    میدان وردک

    ۱۴۰۰-۰۸-۰۳

    حلیمي: د پکتیا د قول اردو له مرستیال سره د قول اردوګانو په جوړولو خبرې وشوې.

    وړمه ورځ د میدان وردګو امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي د پکتیا د قول اردو له مرستیال مولوي روح الامین سره وکتل. یاده لیدنه، چې د میدان وردګو په لېوا کې ترسره شوه، پر قومندان سربیره په کې، د ولایت د استخباراتو ريیس او د قطعې مسؤل هم ګډون درلود. ښاغلی حلیمي باختر آژانس […]

    ۱۴۰۰-۰۸-۰۳

    په سیداباد ولسوالۍ کې د شهیدانو په یاد او میلاد نبي په مناسبت غونډه ترسره شوه.

     د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ، هفت آسیا په سیمه کې د شهیدانوپه یاد او د میلادالنبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت لویه غونډه جوړه وه. په غونډه کې د دعوت ارشاد ادارې مسؤل، د سیمې علماوو، قومي مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و. د دعوت ارشاد ادارې مسؤل ګډونوالو ته د […]

    ۱۴۰۰-۰۸-۰۲

    مولوي نورالدین ترابي میدان وردګو ولایت کې د سرې میاشتې ریاست ستونزې له نیږدې واوریدې.

    د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال مولوي نورالدین ترابې میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سرې میاشتې د ټولنې له کارکوونکو سره ولیدل، ترابي په دغه لیدنه کې د یادې ادارې د کارکوونکو هغه ستونزې واوریدې چې د دوی اداري کارونه […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۲۱

    میدان وردګ: د مرکز او ولسوالیو ۲۱ تنو اداري کارکووکو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځینی اداري سمینار پیل شو.

    یاد سمینار، چې د یکشنبې په ورځ د سويډن کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرینو په شمول کمه اندازه نور اداري کارکوونکي یې هم ګډونوال دي، چې پر مټ  به یې ګډونوال د رهبرۍ او مدیریت له نويو میتودونو سره بلد شي. په سمینار کې د پوهنې ریاست […]

    ۱۴۰۰-۰۷-۱۷

    میدان وردګ کې ۱ تن د غلا په تور ونیول شو

    د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مجیب الرحمن الیاس په وینا پرون یې په نرخ ولسوالۍ کې یو تن، چې یو عراده موتر سایکل یې غلا کړی و ونیول شو. ښاغلی الیاس وایي، تورن د همدې ولسوالۍ، لوی شا کابل کلي اوسېدونکی دی او په خپل کلي کې په غلا نیول شوی، چې […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۲۱

    میدان وردګ مرکز کې عسکرو ۱ نجلۍ شهيده کړه

    پرون شپه د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند چارکي سیمه کې د مزدور رژیم عسکرو له پوستې څخه د همدې کلي د یو اوسیدونکي ( شیرمحمد) په لور ډزي کړې، هغه یې ویشتلې او په شهادت رسولې ده. ‏2021‏/8‏/12

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۹

    میدان وردګ مرکز کې ۳ پوستې فتحه، ۵ ګوډاګیان قتل، ۴ ونیول شول

    پرون شپه ۲ بجې مجاهدینو د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند ابراهیم خیلو ته څېرمه تورو تېږو سیمه کې د انتن او یوسفي په نوم د ولایت په ۲ دفاعي پوستو، همداراز د نهرفولاد د چارکي سیمه کې د دښمن په یوه بله پوسته وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې درېواړه […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۷

    میدان وردګ مرکز کې ۲ پوستې فتحه، ۷ ګوډاګیان قتل، ۳ له وسلو سره ژوندي ونیول شول

    د مجاهدینو د پرله پسې بریاو په دوام پرون شپه مجاهدینو د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند چارکي سیمه کې د ولایت پر ۴ دفاعي پوستو او ۱ بیس وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې ۲ پوستې په بشپړ ډول فتحه شوې ۷ مزدور عسکر وژل شوي، ۳ نور ژوندي نیول […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۷

    میدان وردګ کې د کابل ادارې ۲۹ کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د تېښتې په دوام د میدان وردګ ولایت کې یو ځل بیا د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار د کابل ادارې ۲۹ تنه کارکوونکي د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را […]

    میدان وردګ: چک کې د فتوحاتو د شکرانې په توګه اولسونو د خیرات مراسم ترسره کړل
    ۱۴۰۰-۰۵-۱۶

    میدان وردګ: چک کې د فتوحاتو د شکرانې په توګه اولسونو د خیرات مراسم ترسره کړل

    پرون د میدان وردګو ولایت په چک  ولسوالۍ کې دیادې ولسوالۍ د اوسیدونکو  لخوا د وروستیو فتوحاتو او دآزادۍ د نعمت په شکرانه کې د یولوی خیرات تابیا شوې وه، چې د نورو ولسوالیو څخه هم په سلګونو خلکو په کې ګډون کړی و. دغه پرتمینه غونډه کې نزدې څلورو زرو پورې علماو، سپین ږیرو، […]

    میدان وردګ مرکز کې د دښمن په ډزو موټر تخریب، ۴ عام وګړي شهيدان شول
    ۱۴۰۰-۰۵-۱۶

    میدان وردګ مرکز کې د دښمن په ډزو موټر تخریب، ۴ عام وګړي شهيدان شول

    پرون سهاروختي د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار په نهرفولاد سیمه کې د مزدور رژیم عسکرو له پوستې څخه  د سورلۍ په فلانکوچ ډوله موټر د دهشکې په مټ ډزې کړې دي، چې له کبله یې ۴ تنه عام هیوادوال پکې په شهادت رسیدلي او یوشمیر نور ژوبل شوي دي. ‏2021‏/8‏/7

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۴

    میدان وردګ مرکز کې پوسته فتحه، ۵ ګوډاګیان قتل، ۴ له وسلو سره ژوندي ونیول شول

    پرون شپه ۲ بجې د میدان وردګ ولایت مرکز مربوط د نرخ دوسره په نوم سیمه کې د خاک پوشي په نوم د ولايت مهمه فاعي پوسته چې د ولایت په څومتري کې واقع وه د مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده. د دښمن په دغه شرځاله […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۳

    میدان وردګ مرکز کې دښمن په کلیو چاپه کې دروند وحشت ترسره کړی

    پرون شپه ۱۱ بجې د ميدان وردګ ولایت مرکز ابرهیم خیل او ده افغانانو سیمو کې  د صفریک په نوم اجرتي قاتلینو په کلیو لکه بلال خیل، زنګیان، نسوزي او اول خیلو باندې چاپه وهلې. دوی د یاد جنایت پر مهال د کلیوالو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې، خلک یې وهلی ټکولي، درانه مالي […]

    ۱۴۰۰-۰۵-۱۰

    میدان وردګ مرکز کې پوسته فتحه ۶ ګوډاګیان ووژل شول

    نن سهار ۶ بجې مجاهدینو د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند فامیلیو سیمه کې د ولایت مقام ته په شاوخوا ۳۰۰ متري کې د مزدور دښمن په پوسته وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې پوسته په مکمل ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده، پکې میشت ۶ عسکر وژل شوي، ۱روسي پیکا، ۵ […]

    میدان وردګ کې د کابل ادارې ۴۴ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول
    ۱۴۰۰-۰۵-۰۳

    میدان وردګ کې د کابل ادارې ۴۴ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

    د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار په تېرو څو ورځو کې د میدان وردګ ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د کابل ادارې ۴۴ عسکرو، اربکیانو او پولیسو د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه خپله لاره جلا کړې او مجاهدینو سره یو ځای شوي دي، چې […]

    go Up