په سیداباد ولسوالۍ کې د شهیدانو په یاد او میلاد نبي په مناسبت غونډه ترسره شوه.

 د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ، هفت آسیا په سیمه کې د شهیدانوپه یاد او د میلادالنبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت لویه غونډه جوړه وه. په غونډه کې د دعوت ارشاد ادارې مسؤل، د سیمې علماوو، قومي مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و. د دعوت ارشاد ادارې مسؤل ګډونوالو ته د […]

 د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ، هفت آسیا په سیمه کې د شهیدانوپه یاد او د میلادالنبي صلی الله علیه وسلم په مناسبت لویه غونډه جوړه وه.

په غونډه کې د دعوت ارشاد ادارې مسؤل، د سیمې علماوو، قومي مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.

د دعوت ارشاد ادارې مسؤل ګډونوالو ته د سیمې او نړۍ د هېوادونو په سیاست رڼا واچوله، دوی ته یې د سړې جګړې له تاکتیکونو خبر کړل، کومه چې د نړیوالو هېوادو له خوا د افغانستان پر ضد په لاره اچول شوېده.

ناصح له خلکو غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو له کورنیو، د دواړو لورو له یتیمانو سره ښه چلند او د دوی سره په هره برخه کې مرسته وکړي.

24/10/2021