مولوي نورالدین ترابي میدان وردګو ولایت کې د سرې میاشتې ریاست ستونزې له نیږدې واوریدې.

د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال مولوي نورالدین ترابې میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سرې میاشتې د ټولنې له کارکوونکو سره ولیدل، ترابي په دغه لیدنه کې د یادې ادارې د کارکوونکو هغه ستونزې واوریدې چې د دوی اداري کارونه […]

د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د افغان سرې میاشتې ټولنې مرستیال مولوي نورالدین ترابې میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د سرې میاشتې د ټولنې له کارکوونکو سره ولیدل، ترابي په دغه لیدنه کې د یادې ادارې د کارکوونکو هغه ستونزې واوریدې چې د دوی اداري کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

ښاغلي ترابي رسنیو ته پخپلو خبرو کې وویل چې زموږ پلان دا دی چې ټولو ولایتونو ته دیته ورته سفر ولرو او د افغان سرې میاشتې  کارونه او ستونزې له نیږدې وګورو، تر مرکزي دفتره یې ورسوو او د حل لپاره یې لارې چارې ولټوو.

د نوموړي په خبره چې دغه ټولنه یو بې طرفه اداره ده، زموږ هڅه به دا وي چې په اخلاص او ایماندارۍ سره د دغه ټولنې له لارې د خپلو وولسونو لپاره کار وکړو ترڅو زموږ د هيوادوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه وشي.

د میدان وردګو ولایت ولایت د سرې میاشتې رئیس یار محمد په وینا کومې مرستې چې زموږ ادارې سره شوي د بې وزلو لپاره بسنه نه کوي باید لازیاتې مرستې د مرکزي ادارې لخوا تر سره شي.

2021/10/23