میدان وردګ مرکز کې پوسته فتحه، ۵ ګوډاګیان قتل، ۴ له وسلو سره ژوندي ونیول شول

پرون شپه ۲ بجې د میدان وردګ ولایت مرکز مربوط د نرخ دوسره په نوم سیمه کې د خاک پوشي په نوم د ولايت مهمه فاعي پوسته چې د ولایت په څومتري کې واقع وه د مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده. د دښمن په دغه شرځاله […]

پرون شپه ۲ بجې د میدان وردګ ولایت مرکز مربوط د نرخ دوسره په نوم سیمه کې د خاک پوشي په نوم د ولايت مهمه فاعي پوسته چې د ولایت په څومتري کې واقع وه د مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې په بشپړ ډول د مجاهدینو لاسته ولوېده.

د دښمن په دغه شرځاله بریدونو کې ۵ تنه مزدور عسکر وژل شوي او۴ تنه ژوندي نیول شوي دي، همداراز ۲ هاموي ټانګونه ۵ کلاشنکوف،۱ راکټ، ۱ پیکا او ګڼ شمېر مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.

پاته دي نه وي چې دوه شپې مخکې د مرکز مربوط فامیلیو سیمه کې د مزدور دښمن یوه بله پوسته هم فتحه شوې او ګڼي وسلې او مهمات پکې نیول شوي ول.

‏2021‏/8‏/5