میدان وردګ کې ۱ تن د غلا په تور ونیول شو

د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مجیب الرحمن الیاس په وینا پرون یې په نرخ ولسوالۍ کې یو تن، چې یو عراده موتر سایکل یې غلا کړی و ونیول شو. ښاغلی الیاس وایي، تورن د همدې ولسوالۍ، لوی شا کابل کلي اوسېدونکی دی او په خپل کلي کې په غلا نیول شوی، چې […]

د میدان وردګ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مجیب الرحمن الیاس په وینا پرون یې په نرخ ولسوالۍ کې یو تن، چې یو عراده موتر سایکل یې غلا کړی و ونیول شو.

ښاغلی الیاس وایي، تورن د همدې ولسوالۍ، لوی شا کابل کلي اوسېدونکی دی او په خپل کلي کې په غلا نیول شوی، چې په جرم یې اعتراف کړی او اوسمهال عدلي/ قضایي ارګانونو ته سپارل شوی.

‏09‏/10‏/2021