میدان وردګ: چک کې د فتوحاتو د شکرانې په توګه اولسونو د خیرات مراسم ترسره کړل

پرون د میدان وردګو ولایت په چک  ولسوالۍ کې دیادې ولسوالۍ د اوسیدونکو  لخوا د وروستیو فتوحاتو او دآزادۍ د نعمت په شکرانه کې د یولوی خیرات تابیا شوې وه، چې د نورو ولسوالیو څخه هم په سلګونو خلکو په کې ګډون کړی و. دغه پرتمینه غونډه کې نزدې څلورو زرو پورې علماو، سپین ږیرو، […]

پرون د میدان وردګو ولایت په چک  ولسوالۍ کې دیادې ولسوالۍ د اوسیدونکو  لخوا د وروستیو فتوحاتو او دآزادۍ د نعمت په شکرانه کې د یولوی خیرات تابیا شوې وه، چې د نورو ولسوالیو څخه هم په سلګونو خلکو په کې ګډون کړی و.

دغه پرتمینه غونډه کې نزدې څلورو زرو پورې علماو، سپین ږیرو، مجاهدینو او نورو دیندارو مسلمانانو ګډون کړی و.

دوی وروستي فتوحات یوه الهی پیرزوینه وګڼله او د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د ناروا حاکمیت څخه په خلاصیدو او د اسلامي امارت تر رهبری لاندې داسلامی نظام قائم کیدو ته په ورنږدې کیدو یې خوښي.

غونډه د قران کریم تر ختم وروسته په اجتماعي دعا سره پای ته ورسېده

‏2021‏/8‏/7