حلیمي: د پکتیا د قول اردو له مرستیال سره د قول اردوګانو په جوړولو خبرې وشوې.

وړمه ورځ د میدان وردګو امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي د پکتیا د قول اردو له مرستیال مولوي روح الامین سره وکتل. یاده لیدنه، چې د میدان وردګو په لېوا کې ترسره شوه، پر قومندان سربیره په کې، د ولایت د استخباراتو ريیس او د قطعې مسؤل هم ګډون درلود. ښاغلی حلیمي باختر آژانس […]

وړمه ورځ د میدان وردګو امنیه قومندان شیخ مولوي محمدشریف حلیمي د پکتیا د قول اردو له مرستیال مولوي روح الامین سره وکتل.

یاده لیدنه، چې د میدان وردګو په لېوا کې ترسره شوه، پر قومندان سربیره په کې، د ولایت د استخباراتو ريیس او د قطعې مسؤل هم ګډون درلود.

ښاغلی حلیمي باختر آژانس ته وویل، دوی د قول اردوګانو په جوړولو هر اړخیزه خبرې کړې او قومندان په لېوا کې مېشتو ځواکونو ته تربیتي وینا هم وکړه.

24/10/2021