میدان وردګ: د مرکز او ولسوالیو ۲۱ تنو اداري کارکووکو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځینی اداري سمینار پیل شو.

یاد سمینار، چې د یکشنبې په ورځ د سويډن کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرینو په شمول کمه اندازه نور اداري کارکوونکي یې هم ګډونوال دي، چې پر مټ  به یې ګډونوال د رهبرۍ او مدیریت له نويو میتودونو سره بلد شي. په سمینار کې د پوهنې ریاست […]

یاد سمینار، چې د یکشنبې په ورځ د سويډن کمېټې په مالي ملاتړ جوړ شوی، د مرکز او ولسوالیو د پوهنې آمرینو په شمول کمه اندازه نور اداري کارکوونکي یې هم ګډونوال دي، چې پر مټ  به یې ګډونوال د رهبرۍ او مدیریت له نويو میتودونو سره بلد شي.

په سمینار کې د پوهنې ریاست په استازيتوب، د نوموړي ریاست مرستیال مولوي فضل الرحیم موسی هم ګډون درلود.

د پوهنې ریاست کارکوونکي یاد سمینار ګټور بولي او د ورته نورو سمینارونو د دایرولو غوښتنه کوي.

تر دې د مخه، د مرکز او ولسوالیو ۴۰ تنو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځیني سمینار جوړ شوی و، دوی د تدریس له نويو اصولو/ میتودونو سره آشنا شول.

7/3/1443