نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دتعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون اړوند شمالي حلقې مسؤلینو دخپل سفر په جریان کې داځل دتخار ولایت بهارک ولسوالۍ ته ورغلي او دیادې ولسوالۍ له ټولو عصري تعلیمي ادارو خصوصاً نوې فتحه شوو سیمودعصري تعلیمي ادارو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. دغونډې ګډونوالو ته داسلامي امارت دتعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون پالیسې، […]
د افغانستان اسلامي امارت د ټولو تعليمي او تحصيلي ادارو د ساتنې، پراختیا او پرمختګ لپاره پوره عزم او کلک هوډ لري او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د هېواد دا معنوي شتمنۍ له خطراتو او ضررونو سره مخامخ کړي. همدارنګه د عالي تحصيلاتو اداره هم پوره هڅه کوي، چې د پوهنتونونو، د لوړو […]
د فراه ولایت مرکز، شیبکوه، پشتکوه، اناردره، لاش جوین، خاکسفید، بالابلوک، پشترود او فراه رود ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم اصول، مقررات او طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو […]
د میدان وردګو ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو د جلریز ولسوالۍ چې تازه فتحه شوې ده د مرکز په شمول د تعلیمي ادارو له مسئولینو سره په مرکزي دفتر کې غونډه وشوه. د معارف مسئولینو د اسلامي امارت طرزالعملونه، لایحه او اصول بیان کړل. او نورې تشویقي خبرې یې وکړې چې ټولو مدیرانو یې […]
د دایکندي ولایت ګېزاب، فاتو او اجرستان ولسوالیو کېله ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم اصول، مقررات او طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او همدا راز یې ټولو […]
د بادغیس ولایت د پوهنې مسئولینو او د سیمې د خلکو په ګډه همکارۍ جوند ولسوالۍ اړوند بازار سیمه کې د (دار الفتح) په نوم د یوې دیني مدرسې چې په شل اوطاقونو مشتمله وه پرانیسته وشوه. په دې پرانیست غونډه کې د بادغیس ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو ګډونوالو ته وویل، دوی په […]
د کندهار ولایت ډنډ، ژړۍ، پنجوایې، نیش، غورک، خاکریز او میوند ولسوالیو د دیني مدرسو له مسئولینو، د دار الحفاظونو له استاذانو همدا راز د ښوونځیو له مدیرانو سره جلا جلا غونډې تر سره شوې، اداري چارې یې وکتل شوې، نقصانات ورته په ګوته شول تر څو یې اصلاح کړي. له یادو غونډو وروسته د […]
د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو د تازه مفتوحه سیمو له ټولو تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه، چې په تېرو وختونو کې د کابل ادارې لخوا زیانمنې شوې وې. په دغو لیدنو کې د مدرسو له استاذانو، مهتممینو، د مکاتبو له مسئولینو او استاذانو سره د تعلیمي […]
د رارسیدلو راپورونو پر اساس د غور ولایت شهرک، تولک، ساغراو دولینه ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وشوه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او همدا […]
د زابل ولایت مرکز، سیوري، شهرصفا او میزانې ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم اصول، مقررات او طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او همدا راز […]
د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د سیمه ییزو مسؤلینو په هلو ځلو او د سیمې د خلکو په غوښتنه د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د قزل قلعه په سیمه کې د یوې دیني مدرسې پرانسته وشوه. دا مدرسه د امام طحاوي په نامه ونومول شوه، د تعیلم او تربیې مرستیال او د […]
د بلخ ولایت د تعلیم او تربیې مسئولینو د چمتال ولسوالۍ چې تازه فتحه شوې ده د مرکز په شمول د تعلیمي ادارو له مسئولینو سره په مرکزي دفتر کې غونډه وشوه، د دفتر ټول لوازم او مواد د فتحې د اولې ورځې څخه د تعلیم او تربیې د مسئولینو په کوښښ سره محفوظ پاته […]
د تعلیم او تربیې، عالي تحصیلاتو کمېسیون د مرکزي حلقې مسئول، د حلقې اداري او د پروان ولایت تعلیمي مسئول او مرستیال د سیاه ګرد ولسوالۍ د مکاتبو له آمرینو او د آمریت ټولو اعضاوو سره غونډه ترسره کړه. غونډه د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د قرآن مجید د څو مبارکو ايتونو په تلاوت […]
د څو ورځو راهیسې په شمالي ولایاتو کې د فتوحاتو لړۍ د الله جل جلاله په نصرت او د مجاهدینو د قربانیو په برکت په چټکۍ دوام لري، ددې فتوحاتو په لړ کې د شمالي حلقې مربوطه ولایاتو کې د هرې ولسوالۍ په فتحه کېدو سره سم د یاد ولایت د تعلیم او تربیې له […]
د ترلاسه شوې راپور پر اساس، د بغلان ولايت دهنه غوري ولسوالۍ له فتحې وروسته د همدې ولسوالۍ د پوهنې په تعمير کې د ښوونځيو له آمرينو سره غونډه ترسره شوه، دا غونډه د معمول له مخې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، وروسته د پوهنې مسئول خپل هر اړخيزه وينا […]