کندهار: ۷ ولسوالیو کې د ټولو تعلیمی ادارو نظارت ترسره شو

د کندهار ولایت ډنډ، ژړۍ، پنجوایې، نیش، غورک، خاکریز او میوند ولسوالیو د دیني مدرسو له مسئولینو، د دار الحفاظونو له استاذانو همدا راز د ښوونځیو له مدیرانو سره جلا جلا غونډې تر سره شوې، اداري چارې یې وکتل شوې، نقصانات ورته په ګوته شول تر څو یې اصلاح کړي. له یادو غونډو وروسته د […]

د کندهار ولایت ډنډ، ژړۍ، پنجوایې، نیش، غورک، خاکریز او میوند ولسوالیو د دیني مدرسو له مسئولینو، د دار الحفاظونو له استاذانو همدا راز د ښوونځیو له مدیرانو سره جلا جلا غونډې تر سره شوې، اداري چارې یې وکتل شوې، نقصانات ورته په ګوته شول تر څو یې اصلاح کړي.

له یادو غونډو وروسته د اداري چارو د لیدنې او نظارت په هکله سيمینا رونه ورکول شول.

د یادونې وړ ده چې کومې سیمې په بشپړه توګه فتحه شوې دي د تعلیم او تربیې د کمېسیون د اعلامیې مطابق چلند تر سره شوی دی.

همداراز د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا څخه د امن، ابرومندانه ژوند ډاډ او اطمینان ورکول شوی او دپوره همکاریو په هکله تفصیلي خبرې ورسره شوې دي.

د پوهنې مسئولین خپلو دندو ته متوجه کړی شول، هغوی هم داسلامي امارت د مسئولینو د ښه چلند څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.
۲۰۲۱/۶/۳۰