نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو د تازه مفتوحه سیمو له ټولو تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه، چې په تېرو وختونو کې د کابل ادارې لخوا زیانمنې شوې وې. په دغو لیدنو کې د مدرسو له استاذانو، مهتممینو، د مکاتبو له مسئولینو او استاذانو سره د تعلیمي […]
د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د تعلیم او تربیې سیمه ییزو مسئولینو د تازه مفتوحه سیمو له ټولو تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه، چې په تېرو وختونو کې د کابل ادارې لخوا زیانمنې شوې وې.
په دغو لیدنو کې د مدرسو له استاذانو، مهتممینو، د مکاتبو له مسئولینو او استاذانو سره د تعلیمي بهیر د پرمختګ په هکله جلا جلا مشورې وشوې، د شاګردانو په سالمه روزنه، د خپل مسئولیت حق ادا کولو کې توصیې او هدایات وشول.
همداراز د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا څخه د امن ابرومندانه ژوند ډاډ او اطمینان ورکول شو او دپوره همکاریو په هکله تفصیلي خبرې وشوې.
د تعلیمي ادارو مسئولین خپلو دندو ته متوجه کړی شول، هغوی هم داسلامي امارت د مسئولینو له ښه چلند څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه. ۲۰۲۱/۶/۲۹
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.