بغلان: د دهنه غوري ولسوالۍ د ښونځيو له آمرينو سره غونډه ترسره شوه

د ترلاسه شوې راپور پر اساس، د بغلان ولايت دهنه غوري ولسوالۍ له فتحې وروسته د همدې ولسوالۍ د پوهنې په تعمير کې د ښوونځيو له آمرينو سره غونډه ترسره شوه، دا غونډه د معمول له مخې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، وروسته د پوهنې مسئول خپل هر اړخيزه وينا […]

د ترلاسه شوې راپور پر اساس، د بغلان ولايت دهنه غوري ولسوالۍ له فتحې وروسته د همدې ولسوالۍ د پوهنې په تعمير کې د ښوونځيو له آمرينو سره غونډه ترسره شوه، دا غونډه د معمول له مخې د قران کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، وروسته د پوهنې مسئول خپل هر اړخيزه وينا ګډونوالو ته واورول.

د تعليم او تربيې مسئول په ياده غونډه کې د ټولو ښونځيو مدیرانو ته لازمې لارښوونې وکړى، همداراز د مدیرانو نظرونه او ستونزې يې هم واورېدلی او د حل په اړه يې پوره ډاډ ورکړ.

د تعليم او تربيې رئيس د ښوونځيو آمرينو ته د تعليمي پرمختګ په موخه مشوره ورکړل چې په مياشت کې به يو ځل د زده کونکو له والدينو سره ناسته ترسره کوي تر څو ښوونکي او والدين د ماشومانو په صحيح روزنه کې پوره ونډه ولري.
۲۰۲۱/۶/۲۸