نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د غزني ولایت قرباغ ولسوالۍ د پوهنې مسئول د یو ګډ او لوړ پوړي څلور کسیز هیئت په ملتیا د یاد ولایت د نوموړې ولسوالۍ له ښوونیز او روزنیز بهیر څخه لیدنې وکړې او په اړه غونډې تر سره کړې. د ښوونې او روزنې د تعلیمي مسئول تر مشرۍ لاندې د یاد ولایت قرباغ ولسوالۍ […]
د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون له لارښوونو سره سم، ټولې دینې ادارې د شوال المکرم په میاشت کې پیل شوې. د جوزجان ولایت د پوهنې مسئولینو ددغه ولایت فیض اباد، مردیان، منګجک، آقچه او خانقاه ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه […]
د فایاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند ارزلق سیمه کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دار الحفاظ پرانیسته وشوه، یاد دار الحفاظ د حضرت (زید بن ثابت) رضی الله عنه په نوم ونومول […]
د تر لاسه شوي راپور له مخې، فراه ولایت جوین ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د مسؤلینو لخوا له علماء کرامو، قومي مخورو، ساداتو او عام ولس سره شانداره او پرتمینه غونډه ترسره شوه. جوین ولسوالۍ چې پنځه ورځې وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتحه شوه، نن د همدي […]
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د همدې ولایت د ۴ ولسوالیو بولدک، تخته پول، ارغستان او معروف ولسوالیو د تعلیم او تربیې د مدیرانو لپاره درې ورځنی تربیوي سیمینار ترسره شو. د یو منظم مهال وېش له مخې د تېرو تعلیمي فعالیتونو ارزونه وشوه، ورپسې یاد سیمینار کې ګډونوالو ته مهم موضوعات وښودل […]
د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ اړوند تګاب هیرک باشلمست سیمه کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو یو باب دارالحفاظ پرانیستل شو. دغه دارالحفاظ د (احمدیه) په نوم ونومول شو، د پرانیست غونډې مراسم له معمول […]
د غور ولایت مرکز بازارآبل کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې د مخلصو مسلمانانوپه مالي مرسته پیل شو دا مدرسه د (سلمان فارسی) رضي الله عنه په نوم […]
د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند د مهر اباد، ناقل او ګرم آب په سیمو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د سیمه ییزو مسئولینو په زیار د ملکي خلکو په همکارۍ څلور بابه دیني مدرسې پرانیستل شوې. ۱- د یاد مرکز اړوند د مهر اباد په سیمه کې (المدرسة دارالعلوم عربیه […]
د تعلیم او تربیې دشمالي حلقې مسئول او مل هیئت یې د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالۍ اړوند کوکلداش کې د ټولو مکاتبو، مدارسو، قومي مخورو او سپین ږیرو سره وکتل او په یاده لیدنه کې یې ټولو ګډونوالو ته د تعلیم او تربیې په برخه کې د شاګردانو د تشویق او ترغیب په موخه […]
د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند تيخان او يخدري سیمې ته د تعلیم او تربیې ریاست سفر وکړ. په دې سفر کې د تعلیم او تربیې له ریاست سره مجاهدين هم موجود وو، د سفر په جریان کې یې د تيخان مدرسې عبدالله ابن مسعود رضي الله عنهما او د ابرهیم خېلو له دار […]
د بلخ ولایت خاص بلخ ولسوالۍ اړوند د سالارزو په سیمه کې د سیمې د ښوونځیو د استاذانو لپاره یو ورځنی تربیتي سیمینار تر سره شو، په دغه تعلیمی سیمینارکې د ولایت تعلیمي مرستیال او سیمه ییزو تعلیمي مسئولینو له خوا د ښوونځیو د اهمیت او اصلاح لپاره ګټورې او ارزښتناکې ویناوې واورول شوې او […]
د تعلیم او تربیې د مسئولینو لخوا د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د ټولو تعلیمي ادارو په ګډون لکه دیني مدارسو، دار الحفاظونو او ښوونځیو د مسئولینو په ګډون مشائخ کرامو، جیدو علماوو او ګڼ شمېر ښوونکو او استاذانو ګډون درلود. د غونډې ګډونوالو ته د شمالې حلقې تعلیم او […]
څرنګه چې اسلامي امارت په هیواد کې د ښوونې او روزنې د پراختیا، د تعلیمي بهیر ګړندي کولو او د لا فعاله ولو کلک هوډ لري، او د دې لپاره یې په ټول هېواد کې د ولایاتو او ولسوالیو په سطحه د تعلیم او تربیې مسؤلین مقرر او توظیف کړي دي، اوس چې لله الحمد […]
د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ اړوند دهولان رباط په سيمه کې چې یوه میاشت وړاندې د دښمن له شتون څخه پاکه شوې وه، د تعلیم او تربیې د مسئولینو لخوا د تعلیم او تربیې اړوند یوه لویه تشویقي غونډه تر سره شوه. غونډه کې د یادې سیمې علماء کرامو، قومي مخورو او ولسي وګړو، ګډون […]
د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند بلندغورکهنه سیمه کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه او د (شمس المدارس) په نوم ونومول شوه. د یادونې وړ ده چې په یاده […]