نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د ګورکاب د سیمې د امام ابو حنیفه رحمه الله په مدرسه کې د حافظانو د فراغت په ویاړ یوه ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه، دا غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. په دې غونډه کې د اسلامي امارت د […]
د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د لویې (پکتیا)په کلي کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې د مخلصو مسلمانانوپه مالي مرسته پیل شو دا مدرسه د ( نورالمدارس)په […]
د دایکندي ولایت اجرستان ولسوالۍ اړوند د حنظله خېلو په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د (بحر العلوم) په نوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې پیل شو. یاد مراسم له معمول […]
د فاریاب ولایت خیبر ولسوالۍ اړوند د شپږو دار الحفاظونو ابوذر غفاري رضی الله عنه، فاروقیه، حضرت عثمان رضی الله عنه، حضرت انس رضی الله عنه، خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم او تجوید القرآن دار الحفاظونو په یو اتفاق سره په یو ځای کې ستره پرتمینه غونډه تر سره شوه. دا پرتمینه غونډه له […]
د بغلان ولایت د تعلیم او تربیې مدیر د روان کال شوال میاشتې پر لسمه نېټه د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند دهنه بالا او دهن وخشک له ابتدائیه ښوونځیو څخه نظارت او لیدنه تر سره کړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې مدیر د دهنه بالا د ابتدائیه ښوونځي تعمیراتي فعالیت له نږدې […]
د تعلیم او تربیې شمالي حلقې مسئول او مل هیئت یې تېره ورځ یکشنبه د شوال المکرم میاشتې ۱۱ نېټه ۱۴۴۲ هجري قمري کال د خپل سفر په جریان کې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د ټولو مکاتبو، مدارسو او قومي مخورو سپین ږیرو سره وکتل او په یاده لیدنه کې ټولو ګډونوالو ته د […]
د غور ولایت مرکز غلمین اړوند د اسفلیج سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې په عملي توګه پیل شو. دغه مدرسه د (مفتاح العلوم) په نوم ونومول […]
تېره ورځ د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ اړوند د یادې ولسوالۍ د تعلیم او تربیې د مسئولینو له لوري د ۵۴ بابه ښوونځیو له مسئولینو او امرینو سره یو ګډ مجلس ترسره شو، چې په تر سره شوي مجلس کې یادو امرینو ته د پرمختګ او د شاګردانو څخه د ازموینو اخیستلو په اړه […]
د پروان ولایت د تعلیم او تربیې معاون له یو لوړ پوړي هیئت سره، چې علماء کرامو او مجاهدینو یې ملتیا کوله د یاد ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند د سردرې سیمې د امام غزالی رحمه الله په نوم له عالي لیسې او ابتدائیه ښوونځي څخه لیدنه وکړه. د تعلیم او تربیې معاون په یاده […]
د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ اړوند د تبیر سیمې په دار العلوم حضرت (عائشه) رضی الله عنها مدرسه کې ۲ تنو فاضلانو ته د يوې پرتمنې غونډې په ترڅ کې د فراغت په مناسبت وياړمنې پګړۍ ور په سر کړل شوې. په دې غونډه کې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو او عامو […]
د غور ولایت تعلیم او تربیې د مسئولینو په هڅو او د ولسي خلکو په زیار د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند دره تخت په سیمه کې د (دار العلوم شهداء) په نوم د يوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره، د لويې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه. په غونډه کې د سیمې علماء […]
د بلخ ولایت د پوهنې ولایتي مسئول د یو ګډ او لوړ پوړي هیئت سره، چې والی صاحب یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت د دوو ولسوالیو له ښونیزو او روزنیز بهیر څخه لیدنې او غونډې وکړې. د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې د رئیس په ګډون د دغه ولایت د والي صاحب […]
د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د ریاست لخوا پروان ولايت سیاه ګرد ولسوالۍ اړوند خیشکو دره د حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه په مدرسه کې د حافظانو د دستاربندۍ مراسم د پرتمینې غونډې په ترڅ کې تر سره شول. په دې غونډه کې د تعليم او تربیې ولايتي مسئول د اصلاحي […]
د میدان وردګو ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د عربانو د سیمې له دار الحفاظ (دالنجم الثاقب) د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه دمدرسې څخه ۹ نهه تنه کامل الحفظ حافظانو ته د پرتمینې غونډې په ترڅ کې دستارونه […]
د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ اړوند ګردن سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو یو باب کلیوالي مدرسه پرانیستل شوه. دغه مدرسه دشهداء (محمدي) په نوم ونومول شوه، د پرانیست غونډې مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو […]