دایکندي کې د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره او د دستاربندۍ مراسم تر سره شول

د دایکندي ولایت اجرستان ولسوالۍ اړوند د حنظله خېلو په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د (بحر العلوم) په نوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې پیل شو. یاد مراسم له معمول […]

د دایکندي ولایت اجرستان ولسوالۍ اړوند د حنظله خېلو په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د (بحر العلوم) په نوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د تعمیر کار یې پیل شو.

یاد مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

په ورته مهال د یادې ولسوالۍ اړوند قندهاري سیمه کې په (اسلامیه) مدرسه کې د حافظانو او قاریانو د دستاربندۍ مراسم د پرتمینې غونډې په ترڅ کې تر سره شول.

په دې غونډه کې د تعليم او تربیې ولايتي مسئول د اسلامی امارت تعلیمي پالیسي او اهداف بیان کړل، غونډې ته راغلیو علماء کرامو د قرآن کريم په فضليت، د حفظ او تجوید په اهمیت او ضرورت مفصلې او باارزښته ویناوې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

د غونډې په ورستۍ برخه کې ۱۰ تنو حافظانو او ۱۱ تنو قاریانو ته د فراغت ویاړمنې پګړۍ د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو ور په سر کړل شوې، له معمول سره سم دا پرتمینه غونډه هم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په لوستلو سره پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۵/۲۴