د کرنې وزارت سرپرست د دايکندي له والي سره وکتل

  ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰هجري لمریز ۱۰ رجب ۱۴۴۳ هجري قمري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د دایکندي له والي حاجی ملا محمد امان (حاجی عبید)  سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ پر فعالیتونو په تفصیل سره خبرې وکړې. د دايکنډي والي د کرنې، بڼوالۍ […]

 

۲۳ سلواغه ۱۴۰۰هجري لمریز

۱۰ رجب ۱۴۴۳ هجري قمري

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د دایکندي له والي حاجی ملا محمد امان (حاجی عبید)  سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ پر فعالیتونو په تفصیل سره خبرې وکړې.

د دايکنډي والي د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې د خلکو د فعاليتونو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ وويل: “د دايکندي خلک تر ډېره په مالدارۍ او کرنه بوخت دي، موږ تاسو ته وړانديز کوو چې دې ولايت ته پاملرنه وکړئ، دايکندي ډېر بې وزله خلک لري او مرستې ته اړتيا لري.”

د کرنې وزارت سرپرست هم د دايکنډي له والي څخه د منني ترڅنګ ژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې به د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې د ودې لپاره کار وکړي.

ښاغلي راشد وویل: موږ د دایکندي له خلکو سره د ۱۳ زره ټنه غنمو مرسته کړې څو د دې ولایت یو شمير اوسيدونکو ته چې د «کار پر وړاندې د کار» پروژې تر چتر لاندې کار کوي ګټه پورته کړي.

دایکنډي د کچالو د کرلو لپاره ښه بستر لري. په دې ولايت کې ښه کچالو توليديږي.» “موږ هم په دې برخه کې کار کوو او دغه راز په نويو جوړو شويو بڼونو د ودې او رواجولولپاره هم کار کوو.”

د کرنې وزارت سرپرست د دايکنډي له والي سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه ولايت ته سفر وکړي، د خلکو ستونزې به له نږدې واوري او د کرنيزو پروژو د پيل لپاره به اقدام وکړي.

 

دایکندي:

دیدار سرپرست وزارت زراعت با والی دایکندی

۲۳ دلو۱۴۰۰

مولوی عبدالرحمان راشد سرپرست وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حاجی ملا محمد امان (حاجی عبید) والی دایکندی دیدار و صحبت کرد. در این دیدار دو طرف در مورد فعالیت‌های زراعتی و مالداری گفتگوی مفصل داشتند. والی دایکندی در مورد فعالیت‌های مردم در بخش زراعت، باغداری و مالداری معلومات داد. او گفت” مردم دایکندی اکثرآ مصروف مالداری و زراعت می‌باشند، پیشنهاد داریم که برای این ولایت توجه کنید، دایکندی مردم فقیر زیاد دارد و نیازمند کمک می‌باشند”.

سرپرست وزارت  زراعت نیز با قدر دانی از تشریف‌آوری والی دایکندی وعده سپرد که برای حمایت از دهقانان و پیشرفت زراعت در این ولایت کار می‌کنند.

آقای راشد گفت:” برای مردم دایکندی ۱۳۰۰۰ تن گندم را کمک کردیم تا آن تعداد از باشنده‌گان این ولایت که تحت پروژه”کار در مقابل غذا” کار کرده‌اند مستفید شوند، دایکندی بستری خوبی برای کشت کچالو دارد، زمین‌های این ولایت خوب کچالو حاصل می‌دهد، در این بخش نیز کار می‌کنیم، همچنان باغ‌هایی که تازه در این ولایت جور شده نتایج خوب داده، برای ترویج‌ باغ‌های نو نیز کار می‌کنیم”.

سرپرست وزارت زراعت به والی دایکندی وعده سپرد که در آینده‌های نزدیک به این ولایت سفر می‌کند و مشکلات مردم را از نزدیک میشنود و برای راه‌اندازی پروژه‌های زراعتی اقدام می‌کند.