سرپل: سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت غونډه تر سره شوه

د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د ګورکاب د سیمې د امام ابو حنیفه رحمه الله په مدرسه کې د حافظانو د فراغت په ویاړ یوه ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه، دا غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. په دې غونډه کې د اسلامي امارت د […]

د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د ګورکاب د سیمې د امام ابو حنیفه رحمه الله په مدرسه کې د حافظانو د فراغت په ویاړ یوه ستره او پرتمینه غونډه ترسره شوه، دا غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې پر مسئولینو سربېره علماء کرامو، بانفوذه قومي مخورو او پر دین مینو عامو هیوادوالو برخه اخیستې وه، علماءکرامو راغلیو مېلمنو ته د دیني علومو، د قرآن کریم د زده کړې، قرائت او حفظ د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې او جالبې ویناوې وکړې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ۱۵ تنوحافظانو ته د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو د فراغت ویاړمنې پګړۍ ور په سر شوې.

له معمول سره سم دا پرتمینه غونډه د دعاء په غوښتلو سره پای ته ورسېده.
۲۰۲۱/۵/۲۴