میدان وردګو کې فراغت غونډه تر سره او فاریاب کې د یو باب مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د عربانو د سیمې له دار الحفاظ (دالنجم الثاقب) د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه دمدرسې څخه ۹ نهه تنه کامل الحفظ حافظانو ته د پرتمینې غونډې په ترڅ کې دستارونه […]

د میدان وردګو ولایت د پوهنې د سیمه ییزو مسئولینو تر څارنې او سر پرستۍ لاندې د دې ولایت د چک ولسوالۍ اړوند د عربانو د سیمې له دار الحفاظ (دالنجم الثاقب) د عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه دمدرسې څخه ۹ نهه تنه کامل الحفظ حافظانو ته د پرتمینې غونډې په ترڅ کې دستارونه ور په سر شول.

په دې غونډه کې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او عامو پر دین مینو هیوادوالو ګډون کړی وو، د غونډې برخه والو ته علماء کرامو هر اړخیزې ویناوې وکړې، په ځانګړې توګه د دې ولایت د پوهنې سيمه يیزو مسئولینو په دې غونډه کې پر دیني زده کړو او د دیني مدارسو په جوړولو ټینګار وکړ او له خپل لوري یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

یاد مراسم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

بلخوا په یو جلا راپور کې راغلي، چې د فاریاب ولایت لولاش ولسوالۍ اړوند د وکانچه په سیمه کې د پوهنې د ولایتي او سيمه يیزو مسئولینو، علماء کرامو او ولسي مخورو په زیار او همکاریو د یو باب دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او عملًا یې د تعمیر کار هم پیل شو.

دغه دیني مدرسه د (نظامیه) په نوم ونومول شوه، دا مراسم هم له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعاء په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.
۲۰۲۱/۵/۱۷