میدان وردګ: د څښاک پاکو اوبو رسولو لویه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶)د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په کچغو کلي کې د سوېډن کمېټې د سیمه ییز دفتر اړوند د کلیوبیارغونې پرګرام تر چتر لاندې او په مالي ملاتړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو د شبکې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۲۶)د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په کچغو کلي کې د سوېډن کمېټې د سیمه ییز دفتر اړوند د کلیوبیارغونې پرګرام تر چتر لاندې او په مالي ملاتړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د ۱۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو د شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د یاد کلي ۷۲۰ کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.

د یادې شبکې د پرانیستلو پر مهال د سوېډن کمېټې د سیمه ییز دفتر رییس انجنیر خلیل الرحمن رسولي د سیمې خلکو ته د پروژې د ګټې اخیستنې د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د اوبو رسولو دغه شبکه د سوېډن کمېټې په مالي ملاتړ د سیمې د خلکو په غوښتنه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د یو نیم کال په موده کې بشپړه شوه دا پروژه په داسې ډول ډیزاین شوې چې تر سلو کلونو پورې کولای شي ۱۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه ورکړي.