میدان وردګ: د عامې روغتیا ریاست له لوري د شري واکسینو د تطبیق لړۍ پیل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) نن په میدان وردګ ولایت کې د عامې روغتیا ریاست لخوا د شري واکسینو د تطبیق لس ورځنۍ کمپاین پیل شو. په دغه کمپاین کې به د ولایت په کچه ۷۳ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۹ میاشتو تر ۵ کلونو وي، د ۵۹ درې نفري روغتیایي ټیمونو لخوا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) نن په میدان وردګ ولایت کې د عامې روغتیا ریاست لخوا د شري واکسینو د تطبیق لس ورځنۍ کمپاین پیل شو.

په دغه کمپاین کې به د ولایت په کچه ۷۳ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له ۹ میاشتو تر ۵ کلونو وي، د ۵۹ درې نفري روغتیایي ټیمونو لخوا واکسین شي.