میدان وردګ: نرخ ولسوالۍ کې د نږدې۱.۲ مېلیونو ډالرو په ارزښت د مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د میدان وردګ ولایت، د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د ترکیې هېواد د (IDDEF) مؤسسې لخوا د ۱۱ لکه او ۸۳ زره ډالرو په لګښت په ۷ جرېبه ځمکه کې د خالد بن ولید په نوم د دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه. یاده دیني مدرسه چې په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲) د میدان وردګ ولایت، د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د ترکیې هېواد د (IDDEF) مؤسسې لخوا د ۱۱ لکه او ۸۳ زره ډالرو په لګښت په ۷ جرېبه ځمکه کې د خالد بن ولید په نوم د دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

یاده دیني مدرسه چې په دریو بلاکونو او دوه پوړونو کې جوړیږي، پر یو وخت به د (۲۵۰۰) زده کوونکو د زده کړو ظرفیت ولري؛ ددې ترڅنګ به شنه ساحه، یو باب جومات او سپورټي لوبغالی هم ولري.

د ویلو ده، چې د یادې مدرسې د رغونې چارې به په ۶ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.