شمالي ولایتونو کې ټولې تعلیمي ادارې د تعلیم او تربیې تر کنټرول لاندې راغلي

د څو ورځو راهیسې په شمالي ولایاتو کې د فتوحاتو لړۍ د الله جل جلاله په نصرت او د مجاهدینو د قربانیو په برکت په چټکۍ دوام لري، ددې فتوحاتو په لړ کې د شمالي حلقې مربوطه ولایاتو کې د هرې ولسوالۍ په فتحه کېدو سره سم د یاد ولایت د تعلیم او تربیې له […]

د څو ورځو راهیسې په شمالي ولایاتو کې د فتوحاتو لړۍ د الله جل جلاله په نصرت او د مجاهدینو د قربانیو په برکت په چټکۍ دوام لري، ددې فتوحاتو په لړ کې د شمالي حلقې مربوطه ولایاتو کې د هرې ولسوالۍ په فتحه کېدو سره سم د یاد ولایت د تعلیم او تربیې له مسئول سره رابطه شوې او سپارښتنه ورکړل شوې ترڅو دتعلیم او تربیې ټولې ادارې ترخپل کنټرول لاندې راولي.

مربوطه مسئول ته یادې ادارې ورتسلیم شوي چې لله الحمد ټولو په همدې ترتیب خپلې مربوطه تعلیمي ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي او تر دې دمه کومه ستونزه هم نه ده رامنځ ته شوې او نه هم کومو تعلیمي اسنادو کې د غیر مسئوله کسانو له لوري لاسوهنه شوې.

په همدې ترتیب د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د فتحې سره سم د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیریت د تعلیم او تربیې مسئول تر خپل کنترول لاندې راوست او د تعلیم او تربیې ځايي مسئول ته یاده اداره وسپارل شوه، د یاد ولایت د ولسوالیو د فتحو په ترتیب قلعه ذال، امام صاحب، خان آباد، علي آباد، چهاردره او د ټولو ولسوالیو تعلیمي ادارې خپلو مسئولینو ته وسپارل شوې او ان شاء الله چې ټول اسناد محفوظ دي.

همدارنګه د بلخ، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو د ټولو فتحه شویو ولسوالیو تعلیمي ادارې تر کنټرول لاندې دي او خپلو مسئولینو ته سپارل شوې دي.
۲۰۲۱/۶/۳۰