بلخ: چهاربولک ولسوالۍ کې د یو باب دیني مدرسې افتتاح وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د سیمه ییزو مسؤلینو په هلو ځلو او د سیمې د خلکو په غوښتنه د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د قزل قلعه په سیمه کې د یوې دیني مدرسې پرانسته وشوه. دا مدرسه د امام طحاوي په نامه ونومول شوه، د تعیلم او تربیې مرستیال او د […]

د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې کمېسیون د سیمه ییزو مسؤلینو په هلو ځلو او د سیمې د خلکو په غوښتنه د چهاربولک ولسوالۍ اړوند د قزل قلعه په سیمه کې د یوې دیني مدرسې پرانسته وشوه.

دا مدرسه د امام طحاوي په نامه ونومول شوه، د تعیلم او تربیې مرستیال او د یادې ولسوالۍ مدیر او عامو کلیوالو او مشرانو چې د یادې مدرسې د پرانستلو مراسمو کې یې ګډون کړی وو ، د دغې مدرسې د جوړولو څخه يې خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د تمویلولو له اړخه به هر راز مرستې جاري ساتي.

دیادونې وړ ده چې د لویو او وړو مدرسو سیستم په هیواد کې تاریخي مخینه لري چي د ولس د کلتور د بنسټ په توګه د عقیدوي او ټولنیز اصلاح برخه ګڼل کیږي.
۲۰۲۱/۶/۳۰