نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون له غرمې وروسته د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ حسین خیلو سیمې ته د کابل ادارې عسکر د عملیاتو په موخه راغلي ول، چې د مجاهدینو له سخت غبرګون سره مخ شول، چې پر مهال یې ۲ ټانکونه تخریب، ۴ ټانکونه یې روغ رمټ او ۸ عسکر یې له وسلو سره ژوندي ونیول شول. وروسته […]
وړمه شپه د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ کې له هغو ګوډاګیانو سره چې اولسي خلک یې ځورول او په سیمه کې یې د جرائمو په ترسره کولو کې لاس درلود نښته ترسره شوه، دغه نښته کې ۵ مزدور عسکر قتل او ۴ نور ژوبل شول، چې بالاخره د دښمن د فاعي توان په اوبه کېدو […]
پرون شپه د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کې د مزدورو عسکرو په تېښته سره د دوجک او پجک په نوم د مزدور دښمن ۲ پوستې، چې په ستراتیژیکه او حاکمه نقطه باندې پرتې وې د مجاهدینو لاسته لوېدلې دي. د راپور له مخه سیمه کې له دښمن سره نښته هم شوې، چې له کبله […]
تېره شپه د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند ببرو سیمه کې د دښمن عسکر له یو بیس څخه چې وخت په وخت پرې د مجاهدینو لخوا بریدونه شوي تښتېدلي دي. تازه بریدونو کې ۲ ټانکونه تخریب شوي، یو شمېر ګوډاګیان وژل شوي او ژوبل شوي دي . همداراز له دښمن څخه ۲۴ کلاشنکوفونه، ۴ پیکا […]
له مجاهدینو سره د پیوستون په دوام پرون د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او سیمه ایزو مجاهدینو په ګډ زیار د (کبیر) په نوم د ګدري کلي یو مشهور قومندان چې ۴۰ میله شخصي وسلې یې درلودې له ټولو وسلو او ۴۰ تنو ملګرو سره مجاهدینو ته […]
دتیرپه څیریوځل بیادبغلان ولایت پلخمری، نهرین ،فرینګ ،مرکزی بغلان ، برکه ولسوالیوکی دامیر المؤمنین – حفظه الله تعالی – د عفوي دفرمان نه په استفادې سره داجیری ادارې۳۸تنه عسکر دجلب اوجذب کمېسیون دسیمه ایزو مسؤولینو په زیار دحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول چې نومونه یې په لاندي توګه دي […]
د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام تېره شپه ۱ نیمه بجه مجاهدینو د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د باغ شمال په نوم د مزدور رژیم په یوه لویه قرارګاه د هاموي ټانک په مټ چې له قوي منجره موادو څخه ډک کړل شوی و تکتیکي برید ترسره کړ. په دغه دښمن ځپونکي برید کې د […]
پرون شپه ۱۰ بجې د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ اړوند ترانسپورت ځنځير په پوسته د لیزري توپکو په مټ برید کې د سمیع الله په نوم ۱ مزدور عسکر وژل شوی دی. د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې پرون مازدیګر د شهرجديد ښار ته څېرمه باشي الله داد په کلي باندې د دښمن لخوا د برید […]
تېره شپه ۱۰ بجې مجاهدینو د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ ځنځیر په نوم د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپک په مټ برید ترسره شوی، چې په نتېجه کې یې ۱ مزدورعسکر وژل شوی دی. 2021/6/9
پرون د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سرک بالا د وردګو کلي کې د مامور په نوم د یو کلیوال په کور د مزدور دښمن لخوا د ډیسي توپ ډزې شوې، چې له کبله یې کور تخریب شوی، ۳ عام اولسي وګړي شهيدان شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي. دغه رنګه پرون مازدیګر […]
د حقیقتونو د درک په نتیجه کې له مزدوري ادارې د افرادو دتیښتي په دوام پرون د بغلان ولایت په برکه، نهرین، او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کابل رژیم ۲۶ تنه کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. دغه کسان چې په مزدوره اداره کې یې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو په توګه […]
پرون شپه مجاهدینو د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ اړوند سنګ سوراخ سیمه کې د مزدوري اردو په بیس وسله وال برید کې د دښمن د اوسیدولو وطاقونه سوځېدلي، ګڼ مهمات او ۱ رینجر موټر پکې له منځه تللي، ۱ مزدور عسکر وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي. همداراز تېره شپه د پلخمري ولسوالۍ […]
د پوهنې مسئول د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند لرخوابي کلي کې له ودودیه لیسې څخه لیدنه وکړه، دا لیسه له هغو لسو لیسو څخه ده چې په نږدې وخت کې یې د پوهنې مسئول اداري او تدریسي چارې وکتلې. د راپور له مخې، په یاده لیسه کې نسبتًا ټول زده کوونکي موجود وو، […]
تېره ورځ مازدیګر د کابل رژیم وحشیانو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند شهرکهنه ښار باندې هاوانونه او ډیسي توپونه ویشتلي، چې له کبله یې ۱ له سبزۍ بار موټر زیانمن شوی او خلکو ته یې دروند مالي زیان اړولی دی. 2021/6/6
تېره شپه ۱۰ بجې مجاهدینو د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ اړوند ګدري سیمه کې په مزدور دښمن وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې یاده سیمه په مکمل ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه شوې، د ګلبدین په نوم د جلګې ولسوالۍ امنیه قومندان او د لطف الحق په نوم د […]