مرکزي بغلان کې د دښمن توپونو ۲ ملکي کورونه تخریب، ۳ وګړي شهيدان ۴ ژوبل کړل

پرون د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سرک بالا د وردګو کلي کې د مامور په نوم د یو کلیوال په کور د مزدور دښمن لخوا د ډیسي توپ ډزې شوې، چې له کبله یې کور تخریب شوی، ۳ عام اولسي وګړي شهيدان شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي. دغه رنګه پرون مازدیګر […]

پرون د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سرک بالا د وردګو کلي کې د مامور په نوم د یو کلیوال په کور د مزدور دښمن لخوا د ډیسي توپ ډزې شوې، چې له کبله یې کور تخریب شوی، ۳ عام اولسي وګړي شهيدان شوي او ۴ نور ژوبل شوي دي.

دغه رنګه پرون مازدیګر د یادې ولسوالۍ په جنګل باغ سیمه کې هم دښمن په اولسي خلکو د توپونو په مټ برید کړی، د راپور له مخې  د محمدګل په نوم د یو کلیوال په کور د ډیسي توپ ۶ مرمۍ لګېدلې، چې له کبله یې کور تخریب شوی، خو د سر زیان په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

‏2021‏/6‏/9