نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د بغلان ولایت په مرکزي بغلان کې د فابریکه قند شپږم سرک ته څېرمه د کابل رژیم وحشي عسکرو په اولسي خلکو ډیسي توپونه ویشتلي، چې یو یې د هاشم په نوم د یو عام کلیوال په کور لګېدلې. د یاد جنایت له کبله د هغه کور ویجاړ شوی او مالي زیان ورته اوښتی […]
د امیرالمؤمنین د عفو له فرمان څخه په استفاده په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا د بغلان ولایت، پلخمري، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د کابل رژیم۲۷ تنه عسکر، پولیس او اربکیان له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، […]
پرون مجاهدینو د بغلان ولایت، خوست ولسوالۍ اړوند میانشهر حوزه کې تصفیوي عملیات ترسره کړې چې په ترڅ کې یې ۲ اربکیان قتل ۳ نور ژوبل شول. همداراز د میانشهر حوزه چې شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي د دښمن له وجود څخه تصفیه شوې ده. 03/06/2021
وړمه ورځ او پرون د کابل رژیم وحشیانو د بغلان ولایت، دوشي ولسوالۍ اړوند چهارشنبې بازار کې دوکانداران او عام کلیوال وهلي، ډبولي او د تازه میر په نوم یو کلیوال یې ویشتلی او ژوبل کړی دی. 03/06/2021
پرون د کابل رژیم وحشیانو د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ اړوند لوګري بغلکي سیمو کې د پولیسو له قومندانۍ څخه په عامو اولسي کورونو هاوانونه او توغندي ویشتلي، د راپور له مخې ځینې مرمۍ د عامو خلکو په کورونو لګېدلې، چې له کبله یې ۴ میرمني او ۴ نارینه چې ماشومان هم پکې شامل دي […]
پرون د بغلان ولایت، دوشي ولسوالۍ اړوند چهارشنبې بازار سیمه کې چریکي مجاهدینو د نقیب الله په نوم یو مزدور عسکر قتل او کلاشنکوف یې د مجاهدینو لاسته ورغلی دی. 02/06/2021
پرون ماسپښین د کابل رژیم لخوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند فابریکه سیمه کې د اولسي خلکو په کورونو وحشیانه بمبار کړی، چې له کبله یې د عبدالمتین په نوم د یو عام کلیوال کور په مکمل ډول تخریب شوی او هغه ته دروند مالي زیان اوښتی دی. 01/06/2021
د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام پرون مازدیګر د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ باندې دښمن ځپونکی استشهادي برید ترسره شو. دغه برید د کندز د یو استشهادي مجاهد ملاعابدالله جاوید (تقبله الله) لخوا د هاموي ټانګ په واسطه چې له درنو چاودیدونکو موادو څخه ډک کړل شوی و ترسره شو. د […]
دبغلان ولایت مرکزی بغلان ولسوالۍدعلاوالدین کلی کی دشهدآءمعلولینودریاست ترسرپرستی اوڅار لاندی چی یوتاجرکومک کړی وو له۱۷۰ بیوزله کورنیوسره مرسته وشوه په یاده مرسته کې اوړه،غوړی،بوره،وریژی،اومکرونی شامل ؤ په یو سل أو اویا کورنیو وویشل شول او ان شاء الله تعالی دالړۍ به ددی ولایت ترنوروولسوالیوهم وغزیږي 7/29/2021
دتیرودریوورځوپه جریان کې د امیر المؤمنین صاحب د عفوي دفرمان نه په استفادې سره د بغلان ولایت ,پلخمری،دوشی،او مرکزی بغلان ولسوالیو کی داجیری ادارې ۲۲تنه عسکر دجلب اوجذب کمېسیون دسیمه ایزو مسؤولینو په زیار دحقائقو په درک کولوسره داسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول چې نومونه یې په لاندي توګه دي : 1جنت الله […]
نن دبغلان ولایت مرکزی بغلان ولسوالۍ شهرجدید ښار ته څیرمه په هغه ګوډاګي عسکرو وسلوال برید ترسره شو چې دباشي الله داد کلي ته د داخلیدو هڅه یې وکړه برید چې دماسپښین تر ۴ بجو پوري یې دوام وکړ په پایله کې یې ګوډاګیان دتلفاتو په لیدلوسره په تېښته مجبور کړی شول ۲۰۲۱/۵/۲۸
تیره ورځ دبغلان ولایت نهرین ولسوالۍ (درګی) سیمه باندي دګوډاګي دښمن لخوا د ډیسي توپ په مټ بریدونه شوي چې په پایله کې یې دیوه مظلوم هیوادوال کور تخریب ، ګڼ څاروي یې وژل شوي او ( درمحمد، طه محمد او ګل محمد) زخمیان شوي ۵/۲۸/۲۰۲۱
تیره ورځ دبغلان ولایت نهرین ولسوالۍ کی مزدور دښمن کمانډويي قطعې دمجاهدینو په کمربندهوایي اوځمکني بریدونه ترسره کړل چې دمجاهدینو له کلک مقاومت سره مخ شول اوسخته جګړه ورسره ونښته جګړه چې کابو ۶ ساعتونه یې دوام وکړ په پایله کې یې ددښمن عملیاتي قوه په شاوتمبول شوه ۲ تنه ګوډاګیان یې مرګوني ژوبل شول […]
تیره ورځ دبغلان ولایت د د وشي ولسوالۍ اړوند د خوجه زید سیمه کې دګوډاګیانوپر پوسته وسلوال برید ترسره شو دبرید په پایله کې ددښمن یوه شوبله تخریب ، یو ګوډاګی عسکر ځای پرځای قتل اویوبل ژوبل شو ۵/۲۷/۲۰۲۱
د تعلیم او تربيې شمالي حلقې مسئول او مل هیئت د تېرې یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۲ هجري قمري کال په ۱۱ د شوال المکرم د خپل سفر په جریان کې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د ټولو مکاتبو او مدارسو په ګډون په سیمه کې له قومي مخورو، سپین ږیرو او عامو خلکو […]