نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون وروسته له هغه چې د بغلان ولایت، نهرین ولسوالۍ کې د عملیاتو په موخه راغلي ګوډاګیان وتښتېدل د شهر کهنه بازار او څېرمه سیمه او کلي چې شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ پکې استوګنه لري د مجاهدینو لخوا تصفیه او د جنایت کار دښمن له هر ډول شر څخه په امن کې شول. 2021/5/21
په غریب اولس د جنایتکار دښمن د وحشتونو په دوام پرون سهار ۸ بجې وحشي عسکرو د بغلان ولایت، نهرین ولسوالۍ کهدادي نواباد کلي باندې هاوانونه ویشتلي، د راپور له مخې یوه مرمۍ د سیف الرحمن ولد عبدالجلیل په دوګان لګېدلې، چې له کبله یې دوکان تخریب شوی او دوکاندار ځای پر ځای په شهادت […]
پرون له غرمې مخکې د کابل رژیم وحشیانو د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ اړوند ډنډ غوري سیمه کې د کلي په منځ کې د جنازې په مراسمو هاوانونه ویشتلي، چې له کبله یې ۱ میرمن شهيداه شوې، او یوه بله میرمن له ۵ ماشومانو سره ژوبله شوې ده. 2021/5/21
پرون تر غرمې وروسته مجاهدینو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ودانۍ او امنیه قومندانۍ کې په محاصره عسکرو وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې ۱ مزدور عسکر قتل ۸ نور ژوبل شول. 2021/5/20
پرون مجاهدینو د بغلان ولایت، پلخمري ولسوالۍ اړوند درقد سیمه کې په هغو مزدورو عسکرو چې غوښتل یې د دهنه غوري محاصره ولسوالۍ ته اکمالاتي توکي ورسوي وسله وال برید کړی، چې په ترڅ کې یې د دښمن ۱ ایم بي ټانک تخریب شوی، خو د مرګ ژوبلي په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي. […]
پرون د بغلان ولایت، خوست ولسوالۍ کې د درګۍ کلي یو تن اربکی د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او سیمه ییزو مجاهدینو په زیار له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو. نوموړي په تېرو کړنو د پښيمانتیا په څرګندولو په راتلونکي […]
په غریب اولس د جابر رژیم د بریدونو په لړ کې پرون ۱۱ بجې د کابل رژیم الوتکو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند شهر کهنه بازار په عمومي روغتون وحشیانه بمبار وکړ. د راپور له مخې دغه درانه بمبار کې روغتون ویجاړ شوی، د تداوۍ په موخه له شاوخوا سیمو راغلي ناروغان شهيدان […]
د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام په تېرو څو ورځو کې د پخوا په څېر یو ځل بیا د کابل رژیم ۱۷ کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. دغه کسان چې د مرکزي بغلان، نهرین، پلخمري او اخنجان ولسوالیو اوسیدونکي دي، چې […]
د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند شهر جدید سیمه کې مجاهدینو د مزدور دښمن هغه هڅه د کلک غبرګون په ښوولو شنډه کړه، چې غوښتل یې د مجاهدینو په لیکو برید وکړي. دغو بریدونو کې د دښمن ۴ ټانکونه تخریب شوي، ۳ کمانډویي ګوډاګیان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي. 2021/5/18
پرون مجاهدینو د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند شهرجدید سیمه کې په هغو کمانډویي ګوډاګیانو وسله وال بریدونه ترسره کړل، چې سیمه کې یې د عملیاتو نیت درلود. دغه برید کې د لقیانو د بیس د کنډک د قومندان په ګډون یو شمېر ګوډاګیان ژوبل شول. د یو بل خبر له مخې سیمه کې […]
پرون د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند قند فابریکي ته څېرمه د پنځمي امنیتي حوزې امر ( سیدامیر) چې ۲ اووني وړاندې د مجاهدینو په برید کې ژوبل شوی و، د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شوی دی. 2021/5/17
د هیواد په ټولو ولایتونو کې د واړه اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین ( حفظه الله ورعاه) د اختریز پیغام د چاپ او ویش لړۍ په خورا چټکۍ او ښه ډول روانه ده. په دغه لړ کې مجاهدینو او سیمه ایزو اولسونو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ په پراخه کچه دغه پیغام وېشلی او […]
د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتې په دوام پرون د بغلان ولایت په برکه، مرکزي بغلان او پلخمري ولسوالیو کې د کابل ادارې ۱۵ عسکر، پولیس او اربکیان د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او سیمه ایزو مجاهدینو په ګډ زیار له مزدوري ادارې څخه را […]
پرون له غرمې مخکې د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ کې پاچا پوستې په نوم د مزدور دښمن په مهمه پوسته د مجاهدینو لخوا برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې دښمن له سیمې په تېښته مجبور او پوسته د مجاهدینو لاسته ولوېده. همداراز یوه اندازه مهمات هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي. 2021/5/10
تېره شپه مجاهدینو د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند قندو فابریکې سیمه کې د مزدورو پولیسو په حوزه او پوسته باندې هم مهال بریدونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې پوسته فتحه، ۱ مزدور عسکر قتل او د حوزې د قومندان سید میر په ګډون ۳ مزدور عسکر ژوبل شول. 2021/5/9