نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام تېره شپه ۱ نیمه بجه مجاهدینو د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د باغ شمال په نوم د مزدور رژیم په یوه لویه قرارګاه د هاموي ټانک په مټ چې له قوي منجره موادو څخه ډک کړل شوی و تکتیکي برید ترسره کړ. په دغه دښمن ځپونکي برید کې د […]
د الفتح بریمنو عملیاتو په دوام تېره شپه ۱ نیمه بجه مجاهدینو د بغلان ولایت مرکز پلخمري کې د باغ شمال په نوم د مزدور رژیم په یوه لویه قرارګاه د هاموي ټانک په مټ چې له قوي منجره موادو څخه ډک کړل شوی و تکتیکي برید ترسره کړ.
په دغه دښمن ځپونکي برید کې د دښمن قرارګاه چې د اجیري اردو د عملیاتو د سوق او ادارې پوځي مرکز هم و په بشپړ ډول له منځه تللی او وداني یې رانسکوره شوې ده.
له سیمې الاماره ته د ورکړل شوي راپور له مخې دغه اتلوال برید کې د هلته اوسیدونکو شاوخوا ۷۰ ګوډاګیانو له ډلي یواځي ۹ تنه یې روغتون ته انتقال شوي او نور ټول د ویجاړې شوې ودانۍ تر خاورو خځلو لاندې او د خپلو شومو اعمالو په سزا رسېدلي دي. همداراز د دښمن ۱۵ ټانکونه او موټر تخریب شوي او ټول نظامي وسائل یې له منځه تللي دي.
پاته دي نه وي چې د جنایتکار دښمن دغه مرکز کې لسګونه افسران او عسکر اوسیدل، او له همدې ځایه د جګړه ایزو پلانونو جوړولو او اولس ضد وحشتونو ترسره کولو لپاره استفاده کېده، چې لله الحمد د تېري شپې په برید کې په مکمل ډول له منځه ولاړ.
تر برید وروسته د وارخطا دښمن الوتکو په شاوخوا سیمو بې هدفه بمبار کړی، خو لله الحمد چاته پکې د سر زیان ته دي اوښتی.
2021/6/10
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.