بغلان دهنه غوري کې د پوهنې مسئول له یوې لیسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې مسئول د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند لرخوابي کلي کې له ودودیه لیسې څخه لیدنه وکړه، دا لیسه له هغو لسو لیسو څخه ده چې په نږدې وخت کې یې د پوهنې مسئول اداري او تدریسي چارې وکتلې. د راپور له مخې، په یاده لیسه کې نسبتًا ټول زده کوونکي موجود وو، […]

د پوهنې مسئول د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ اړوند لرخوابي کلي کې له ودودیه لیسې څخه لیدنه وکړه، دا لیسه له هغو لسو لیسو څخه ده چې په نږدې وخت کې یې د پوهنې مسئول اداري او تدریسي چارې وکتلې.

د راپور له مخې، په یاده لیسه کې نسبتًا ټول زده کوونکي موجود وو، د صنفونو نظافت هم په بشپړه توګه عملي شوی و، په یاده لیسه کې ټول ښوونکي حاضر او درسي نظام یې د تعلیم او تربیې کمېسیون د نصاب مطابق تعمیل شوی و.

د درسي پلان او د تعلیمي ترقي په وړاندې چې ښوونکو کومې ستونزې درلودې، د مسئول لخوا یې د اصلاح لپاره هدایات تر سره شول.

د لیدنې په پای کې ښوونکو ته د تعلیم او تربیې پر اهمیت او ضرورت اړینې ویناوې وشوې او ټول یې خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل.
۲۰۲۱/۶/۶