بغلان: جلګه کې سیمه تصفیه، ۱۸ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

تېره شپه ۱۰ بجې مجاهدینو د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ اړوند ګدري سیمه کې په مزدور دښمن وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې یاده سیمه په مکمل ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه شوې، د ګلبدین په نوم د جلګې  ولسوالۍ امنیه قومندان او د لطف الحق په نوم د […]

تېره شپه ۱۰ بجې مجاهدینو د بغلان ولایت جلګې ولسوالۍ اړوند ګدري سیمه کې په مزدور دښمن وسله وال برید ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې یاده سیمه په مکمل ډول د دښمن له وجود څخه تصفیه شوې، د ګلبدین په نوم د جلګې  ولسوالۍ امنیه قومندان او د لطف الحق په نوم د برکې پخواني قومندان په ګډون ۱۰ ګوډاګیان وژل شوي، ۸ نور ژوبل شوي دي.

د دغو عملیاتو په لړ کې د دښمن ۱ ټانک سوځول شوی، ۱ میل پیکا، ۱ کلاشنکوف هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/6‏/5