بغلان: دوشي، پلخمري او نهرین کې رینجر او ۲ ټانکونه ویجاړ ۲۱ ګوډاګیان مړه او ژوبل شول

پرون شپه مجاهدینو د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ اړوند سنګ سوراخ سیمه کې د مزدوري اردو په بیس وسله وال برید کې د دښمن د اوسیدولو وطاقونه سوځېدلي، ګڼ مهمات او ۱ رینجر موټر پکې  له منځه تللي، ۱ مزدور عسکر وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي. همداراز تېره شپه د پلخمري ولسوالۍ […]

پرون شپه مجاهدینو د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ اړوند سنګ سوراخ سیمه کې د مزدوري اردو په بیس وسله وال برید کې د دښمن د اوسیدولو وطاقونه سوځېدلي، ګڼ مهمات او ۱ رینجر موټر پکې  له منځه تللي، ۱ مزدور عسکر وژل شوی او ۳ نور ژوبل شوي دي.

همداراز تېره شپه د پلخمري ولسوالۍ اړوند شهرنو سیمه کې د مزدور دښمن په پوستو د سپکو او درنو وسلو او لیزري ټوپکو په مټ دشمن ځپونکي عملیات ترسره شول، چې په نتېجه کې یې د دښمن ۲ ټانکونه د اورخوراک، ۳ مزدور کمانډویان قتل، ۱۳ نور ژوبل او د مهماتو زیرمتون له منځه تللی دی.

له بلې خوا تېره شپه ۱۱ بجې د نهرین ولسوالۍ کې د مزدور دښمن په پوسته د لیزري ټوپکو په مټ برید ترسره شوی، چې په نتېجه کې یې د پولیسو د ټولي مزدور قومندان سعادت احمدي وژل شوی دی.

‏2021‏/6‏/7