جنګي جنایتونه( جنوري)

لیکوال:سید سعید د ۲۰۱۹ز،کال د جنوري دمیاشتې  په ۲مه  نیټه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په سیاسار  سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه ولسي وګړي شهیدان شوي دي. د جنوري په ۲مه  د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ په  علم خیلو، ملاخیلو اوزمبورک کلیو باندې یرغلګرو چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې په بمونو […]

لیکوال:سید سعید

د ۲۰۱۹ز،کال د جنوري دمیاشتې  په ۲مه  نیټه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په سیاسار  سیمه کې  دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۲مه  د میدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ په  علم خیلو، ملاخیلو اوزمبورک کلیو باندې یرغلګرو چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، دوه نفره ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي او شپږ تنه یې بندیان کړي دي.

دجنوري په ۳مه  دبادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ د اسحاقزو په سیمه کې دداخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یوه دارالحفاظ کې پنځه حافظان شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۳مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  په شرافت  سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال دملکي وګړو  ۱۳ دوکانونه چور او سوځولي دي.

د جنوري په ۵مه  دکندهار ولایت دشاولیکوټ ولسوالۍ دلوړ شاولیکوټ په اډه کې اشغالګرو بمبار کړی، په بمبار کې شپږ تنې میرمنې او اووه کسان نارینه شهیدان او درې تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۶مه  دفاریاب ولایت  دالمار ولسوالۍ مرکز کې دیرغلګرو په ډرون برید کې یو ملکي وګړی( حاجي عبدالحکیم)  شهیدشوی دی.

دجنوري په ۶مه  د غزني ولایت دده یک ولسوالۍ په  بالای کلي کې  ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۷مه د هلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج دګوبن په سیمه کې د یرغلګرو  دبې پیلوټه الوتکي په برید کې  یو ماشوم شهید شوی دی.

د جنوري په ۷مه   دهلمند ولایت دګرمسیر ولسوالۍ په   سفار  سیمه کې  یرغلګرو او حکومتي ځواکونو دخلکو پر کورونو چاپه وهلې،ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دبازار لسګونه دوکانونه ، دبرک دمؤسسي یوکلینک او دملکي خلکو لسګونه نقیله وسایط ویجاړ کړي او دوه تنه ډاکتران ، یوه ښځه او دوه  عام وګړي یې شهیدان کړي دي. دځایې خلکو په وینا په دې چاپه او بمبار کې پرځاني زیان سربیره د ۴۰ ملیونه افغانیو معادل تاوان ورته رسیدلی دی .

دجنوري په ۸مه د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ دګنجګل په  شیروګي سیمه  کې دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۱۱مه د ارزګان ولایت د مرکزترینکوټ د خانقې او مراباد په سیموکې  دطالبانو او یرغلګرو ترمنځ له نښتې وروسته، دیرغلګرو په بمبار کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او خلکو ته زیات مالي زیان هم اوښتی دی.

د جنوري په ۱۲مه د بادغیس ولایت دجوند ولسوالۍ د پنج بز په سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،د کورونو دروازې ماتې کړې او لس تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۱۲مه  د پکتیکا ولایت دارګون ولسوالۍ په  دره سیمه کې داخلي کمانډویانو چاپه وهلې،پنځه تنه ملکي وګړی یې شهیدان کړي او خلکو ته یې لوی مالي تاوان رسولی دی.

د جنوري په ۱۴مه  د زابل ولایت دشاجوی ولسوالۍ دګاجوی سیمې دلوبو په میدان یرغلګرو ډرون حمله کړې،په یاده شوې حمله  کې دوه ځوانان  شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۱۴مه  یرغلګرو او داخلي ځواکونو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ  د محمدنبي خان په ښارګوټي چاپه وهلې، پنځه ویشت تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي او دوه کسان یې شهیدان کړي دي.همداراز ګډو ځواکونو په دغه چاپه کې  دولسي خلکو ۳۶ دوکانونه (چې کتب خاني،پي سي او، پوټوکاپي ،د خوراکي توکو او پرزه جاتو  دوکانونه وو- ۱ دتېلو پمپ ،۱کلینک او لسګونه نقلیه وسایط په بشپړ توګه سوځولي دي.

د جنوري په ۱۵مه   د فاریاب ولایت دشیرین تګاب ولسوالۍ د فیض اباد او کوه صیاد په سیموکې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې اووه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۱۵مه دهرات ولایت دشینډنډ ولسوالۍ  د عزیز اباد په سیمه کې  یرغلګرو او حکومتي عسکرو  په یوه دیني مدرسه(نورالمدارس) چاپه وهلې، زده کونکي یې  له مدرسې  ایستلي اوبیایې دمدرسې ودانۍ له ټولو کتابونو او درسي توکو سره ویجاړه کړې ده.

د جنوري په ۱۶مه دکندهار ولایت  د ميوند ولسوالۍ د سره بغل کانتينر بازار او لوی کاريز سمو کي اشغالګرو او حکومتي قواوو له  طالبانو سره ترجګړې وروسته دښځو او کوچنیانو په ګډون شل تنه ملکي هیوادوال شهیدان او څلور تنه ټپیان کړي دي.

د جنوري په ۲۲مه  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په  بلند کاش سیمه کې  اشغالګرو درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د جنور ي په ۲۲مه  د پکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ په  سهاکو سیمه کې ګډو ځواکونو یو ملکي وګړی شهید کړی او دولسي خلکو درې موټر یې سوځولي دي.

دجنوري په ۲۲مه د ميدان وردګ ولايت مرکز د کهنه خمار سيمې په کنډا غره کې یرغلګرو شپږ تنه ولسي وګړي چې ښکار یې کاوه شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۲۳مه دهلمندولایت دسنګین ولسوالۍ د زاړه بازار په سیمه کې یرغلګرو او حکومتي ځواکونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دمیرمنو او کوچنیانو په ګډون اووه لس تنه ملکي وګړي شهیدان او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۳مه دهلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  د چرخکیانو مانده  د دوبندي په سیمه کې یرغلګرو یوه کمپیوټري الوتکه چې له چاودیدونکو توکیو یې ډکه کړي وه، دملکي خلکو له یوه کورسره جنګولې چې له امله یې درې تنه ماشومان شهیدان اودوه زخمیان شوي دي.

د جنوري په ۲۴مه  د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ په  کنج جغتو کلي کې ګډو ځواکونو دچاپې په مهال دوه تنه عام کلیوال شهیدان او درې کسان اسیران کړي دي.

دجنوري په ۲۶مه  ګډو ځواکونود ارزګان ولایت دمرکزترینکوټ  په  پای ناوه چاپه وهلې،اته تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي، شپږ یې بندیان کړي، یو مسجد او څو کورونه یې ویجاړ کړي او تر شل زیات د ملکي وګړو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د جنوري په ۲۷مه  د ننګرهارولایت د حصارک ولسوالۍ په  کلاګۍ سیمه کې  اشغالګرو او حکومتي عسکرو دچاپې په مهال دوه ولسي وګړي شهیدان کړي او خلکو ته یې پراخ مالي تاوان رسولی دی.

د جنوري په ۳۱مه   د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ  د هفتادر  په سیمه کې  یرغلګرو او حکومتي عسکرو چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې ماتې کړي، یو ملا امام او څلور طالب العلمان یې شهیدان کړي او دوولس تنه نور ملکي وګړي یې دبندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د جنوري په ۳۱مه د هلمند ولایت  دسنګین ولسوالۍ دچرخکیانو مانده د دوبندي په سیمه کې د اشغالګرو په ډرو ن حمله کې پنځه تنه ولسي وګړي چې په یو موټر کې سپاره وو، شهیدان شوي دي.

د جنور ي په ۳۱مه دهرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ  د زمان اباد کلي کې یرغلګرو  او حکومتي ځواکونو د طالبانو سره ترجګړې وروسته درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او ګڼ نور یې بندیان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]