د اقتصادي ودې هيلې او اميدونه!

د ورځې خبره غوره اقتصاد د يو هيواد د اوسېدونکو د سوکاله او هوسا ژوند لپاره بنسټيز اصل دی،خو هغه ملتونه هوسا او پرمختللی ژوند نشي درلودلی، چې اقتصادي خپلواکي ونه لري. د افغانستان جغرافيايي موقعيت، د پراخو طبيعي زيرمو شتون، د زراعت او مالدارۍ لپاره پريمانه اوبه، مناسبه هوا او دښتې هغه مهم اسباب […]

د ورځې خبره

غوره اقتصاد د يو هيواد د اوسېدونکو د سوکاله او هوسا ژوند لپاره بنسټيز اصل دی،خو هغه ملتونه هوسا او پرمختللی ژوند نشي درلودلی، چې اقتصادي خپلواکي ونه لري.
د افغانستان جغرافيايي موقعيت، د پراخو طبيعي زيرمو شتون، د زراعت او مالدارۍ لپاره پريمانه اوبه، مناسبه هوا او دښتې هغه مهم اسباب دي، چې که په سمه توګه ترې ګټه پورته شي، افغانستان د پرمختللي اقتصاد لرونکو هيوادونو نوملړ ته پورته کولی شي.
صادرات او واردات د اقتصادي ودې دوه اصول دي او د يو سالم او پرځان بسيا اقتصاد لپاره اړينه ده، چې صادرات له وارداتو ډېر وي او يا لږ تر لږه سره برابر وي.
خو له بده مرغه چې د اوږدو جګړو، پراخ فساد او د نورو برخو تر څنګ اقتصادي اشغال هغه څه و، چې دا څلور لسيزې يې زموږ د هيواد نود اقتصادي ودې او پرمختګ مخه نيولې وه.
اوس چې الحمدلله افغانستان يو خپلواک هېواد دی او يو داسې مرکزي دولت لري، چې ټولې پرېکړې ملي ګټو ته په کتو کوي، د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ښه فرصت رامنځته شوی دی.
په تېر ۱۴۰۱ ل کال کې افغانستان د سيمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د نږدې دوه ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابيل توکي صادر کړي او دا لومړی ځل دی چې افغانستان په دومره پراخه کچه صادرات کوي، له دې وړاندې که څه هم نړۍ د افغانستان پخوانی نظام په رسميت پېژانده، په بېلابېلو برخو کې يې مرستې ورسره کولې؛ خو بيا هم په کلني ډول د افغانستان د صادراتو کچه تر يو ميليارد ډالرو پورې نه وه رسېدلې.
د صادراتو په برخه کې ډېر والی، د هيواد په بېلابېلو برخو کې د سترو او زيربنايي پروژو د چارو پيل، خصوصي سکتور ته د پانګونې د مناسبو شرايطو برابرول او د کورنيو توليداتو لپاره د سيمې او نړۍ په کچه د مارکيټ پيدا کولو هڅې هغه څه دي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ څرک ترې ښکاري.
که څه هم د افغانستان داسلامي امارت له لوري د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې د ستاينې وړ دي، خو لاهم په دې برخه کې ډېر کار ته اړتيا ده. اوس مهال افغانستان وارداتي هيواد دی او په کلني ډول شا او خوا د اوو ميلياردو امريکايي ډالرو په ارزښت واردات لري. دولت بايد هڅه وکړي چې د صادراتو کچه له وارداتو لوړه کړي او دغه راز د کورنيو توليداتو کيفيت او کميت ته ډېره پاملرنه وکړي، په ځانګړې توګه د تازه او وچو مېوو، مالدارۍ، لبنياتو او نورو خوراکي توکو پر توليد او صادراتو تمرکز وشي، په دې سره به نه يوازې افغانستان غذايي خونديتوب ترلاسه کړي، بلکې په دې برخه کې به پر ځان بسيا هيواد وګرځي.
د خوراکي توکو د بيو د ثبات او بڼوالو او بزګرانو ته د ښه عايد لپاره ضروري ده چې په هره سيمه کې سړې خونې او کوچنۍ کارخانې جوړې شي، پر کروند ګرو اصلاح شوي تخمونه وويشل شي او د حاصلاتو د زیاتوالي په اړه معلوماتي سيمينارونه ورته جوړ کړای شي، په دې سره به نه يوازې د بڼوالو او بزګرانو عايدات لوړ شي، بلکې خلکو ته به د روزګار زمينه هم برابره شي او غذايي خونديتوب به هم تضمين کړي.