په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له ویاند ښاغلي سهیل شاهین صاحب سره ځانګړې مرکه

مرکیال: ابو حسینه هروی له افغان غازي، عمران خلیل، افغاني او حبیبي نه مننه، چې د مرکې په چمتو کولو کې یې مرسته کړې. یادونه:څرنګه چې د سنګر د مجاهدینو نظامي فعالیتونه ور ځ په ورځ زیاتیږي، سترې فتحې او لاسته راوړنې تر لاسه شوې، همدا زار هم مهاله په سیاسي برخه کې د اسلامي […]

مرکیال: ابو حسینه هروی
له افغان غازي، عمران خلیل، افغاني او حبیبي نه مننه، چې د مرکې په چمتو کولو کې یې مرسته کړې.

یادونه:څرنګه چې د سنګر د مجاهدینو نظامي فعالیتونه ور ځ په ورځ زیاتیږي، سترې فتحې او لاسته راوړنې تر لاسه شوې، همدا زار هم مهاله په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت سیاسي‌ دفتر هم د پام وړ سیاسي‌فعالیتونه او پرمختګونه ترسره کړي، په خوښۍ سره باید ووایو چې په سیاسي برخه کې یې مهمې لاسته راوړنې درلودلې دي، په همدې موخه له موقع نه په استفاده مو د حقیقت مجلې د کالګنې د ځانګړې مرکې لپاره مو د اسلامي‌امارت د سیاسي‌دفتر له ویاند ښاغلي سهیل شاهین صاحب سره مرکه کړې چې لوستلو ته یې تاسو درانه مینوالو رابولو:

پوښتنه: که په پیل کې زموږ لوستونکو ته خپل ځان په لنډه توګه ور وپیژنئ؟

جواب: زما نوم محمد سهیل شاهین دی. د پکتیا ولایت اوسیدونکی یم. د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې د مختلفو جهادي مجلو مسئول مدیر پاته شوی یم او د تنظیمي جګړو په وخت کې په کور ناست وم. د طالبانو د اسلامي تحریک د پیل سره سم له تحریک سره مل شوم. بیا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د اسلامي امارت د نمایندګۍ مرستیال، په اسلام آباد کې د اسلامي امارت د سفارت مرستیال، په کابل کې د کابل ټایمز د مسئول مدیر په توګه مې دنده اجرآ کړې. عصري زده کړې مې تر لیسانس پورې کړې او دیني زده کړې مې له بیلا بیلو علمأ کرامو تر وړې دورې پورې ترسره کړي، یوه برخه کتابونه مې د هیواد د نامتو عالم شیخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور صاحب څخه ویلی دي، لکه څنګه چې تاسې ته معلومه ده، شیخ صاحب اوس په سیاسي دفتر کې کار کوي او د سیاسي دفتر د یوې څانګې مسئولیت په غاړه لري.

پوښتنه: که د اسلامي‌امارت د سیاسي کمیسیون د ایجاد او تاسیس په اړه معلومات راسره شریک کړئ؟

جواب: په ګران هیواد افغانستان باندې د امریکایي یرغل وروسته، په لومړیو وختونو کې چې د افغانستان د اسلامي امارت مشران ورو، ورو په تماس کې کیدل، نو په پيل کې د کارونو د انسجام لپاره یې یو شمیر کمیسونونه جوړ کړل چې یو یې سیاسي کمیسیون و. هغه وخت د سیاسي کمیسیون لپاره څلور اعضا وټاکل شول. بیا د وخت په تیریدو سره د اسلامي امارت د مشرتابه د صوابدید له مخې د امارت نور مهم کسان هم پکښې مقرر شول او کاري ساحه یې لا پراخه شوه. په ۲۰۱۰ کال کې د ځینو ضرورتونو له مخې، د سیاسي کمیسون نوم په سیاسي دفتر بدل شو، د فعالیتونو راپور یې مستقیمأ د مشرتابه مقام ته ورکاؤ او دا لړۍ تر اوسه دوام لري. په ۲۰۱۱ کال کې د سیاسي دفتر اعضأ د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې میشت شول او هدف دا ؤ چې د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل لاره پرانستې وساتي ځکه مخکې له دې به د اسلامي امارت دښمنانو او مخالفینو ویل چې اسلامي امارت یوازې نظامي پالیسي لري، نغواړي چې د افغانستان مسئله په سوله ایز ډول حل کړي. دا یې هم ویل چې موږ غواړو د طالبانو سره د افغانستان مسئله حل کړو خو ادرس یې معلوم نه دی. د اسلامي امارت مدبر قیادت وغوښتل چې د دښمن پلمو او ناوړه توجیهاتو مخه ونیسي او په دوحه کې سیاسي دفتر د سیاسي فعالیتونو لپاره د تماس د یوازې مرجع په توګه هلته میشت کړي. فعلأ سیاسي دفتر ۱۴ تنه اعضا لري چې پدې کې پنځه تنه هغه ملګري هم شامل دي چې پدې وروستیو کې د اسلامي امارت د مشرتابه د قدرمن مقام له خوا د سیاسي دفتر د اعضاوو په توګه ټاکل شوی دي.

پوښتنه: که د سیاسي د فتر د تشکیلاتو او کاري تګلارې او همدا راز د د فتر د مهمو لاسته راوړنو په اړه معلومات راسره شریک کړئ؟

ځواب: سیاسي دفتر مختلفې څانګې لري، لکه د اروپايي هیوادونو څانګه، د افریقائي ملکونو، شرقي او جنوبي اسیا، امریکا، بریطانیه، د افغانانو سره د اړیکو څانګې، د مرکزي اسیا څانګه، د منځني ختیز څانګه، د نړیوالو بشري مؤسساتو او ملل متحد سره د ارتباط څانګه او داسې نور، هره څانګه یې د خپلې ساحې د هیوادونو سره تماس لري. په مجموع کې سیاسي دفتر له همغه پیل څځه هڅه کړې چې د افغانستان د مظلوم او مسلمان ولس د داعیې د حقانیت او مظلومیت غږ نړیوالو ته ورسوي، هغوی ته د افغانستان مسئله واضح او ددې مسئلې د سوله ایز حل لپاره د اسلامي امارت موقف څرګند کړي. پدې لاره کې سیاسی دفتر د کتنې وړ لاسته راوړنې لري. مثلأ هغه هیوادونه چې موږ سره په تماس کې دي، اوس پدې باور دي چې د افغانستان اسلامي امارت ولسي ملاتړ لري او امریکا نشي کولی چې دا مسئله له نظامي لارې حل کړي او باید امریکا له امارت سره خبرو ته کښیني. دا پداسې حال کې ده چې مخکې همدې هیوادونو د دښمن د زهرجنو تبلیغاتو له امله امارت ته د ترهه ګری ډلې په سترګه کتل. خو نن دغه تور غیر واقعي او غیر عادلانه بولي او وايي اسلامي امارت د افغانستان یو مهم نظامي او سیاسي ځواک دی. د افغانستان له نیمايي نه زیات نفوس د امارت تر کنټرول لاندې ساحو کې ژوند کوي. د بشري مرستو ټول نړیوال مؤسسات د امارت له سیاسي دفتر او اړوند کمیسونونو سره په هماهنګی او اجازت فعالیت کوي خو اوس هم دښمن کوشش کوي چې د بیلا بیلو لارو څخه د اسلامي امارت په هکله د نړیوالو ذهن مغشوش کړي. سیاسي دفتر نړی ته د خپل اصولي موقف په وړاندې کولو سره د دښمن تبلیغات خنثی کوي ځکه دغه درواغجن تبلیغات په افغانستان کې د جګړې یو لوی عامل دی او د افغانستان د مسئلې سوله ایز حل لا پیچلی کوي.

پوښتنه: په دې وروستیو کې د څو امریکایي هیئتونو د تګ راتګ خبره په رسنیو کې خپره شوه، که یې په اړه معلومات راکړئ او راته ووایاست، د دا ډول لیدنو کتنو پایلې څرنګه ارزوئ؟

ځواب: هو، موږ د روان کال د جون د میاشتې په ۸ او ۹ نیټه دامریکا د خارجه وزارت له یوه مهم امریکايي هئیت سره، په دوحه کې وکتل چې دا خبر هغه وخت رسنیز هم شو. له هغه وروسته مو د اکتوبر په ۱۲ نیټه د امریکې یو بل مهم لوړ پوړي هئیت سره خبرې وکړې، دا ابتدائي ناستې وې، تر ډیره حده یې په اعتماد سازي تمرکز درلود. البته د اشغال د خاتمې او یو لړ امنیتي اندیښنو یادونه وشوه لاکن تفصیلي بحث یې د رسمي مذاکراتو د پیل تر وخته پاته دی. البته په یادو مجلسونو کې د ټولو مسائلو په هکله د اسلامي امارت موقف امریکايي لوري ته ورسول شو. د یادونې ده چې په اعتماد سازي کې طبعأ د دفتر خلاصیدل، د تور لیست ختمیدل او د بندیانو خوشې کیدل او داسې نور شامل دي.

پوښتنه: د کابل رژیم د سیاسي او نظامي وضعیت په اړه ستاسو نظر څه دی، او راتلونکي شرایط څه ډول ارزوئ؟

ځواب: د کابل رژیم په داخلي اختلافاتو کې ښکیل دی، یو داسې تشکیلات لري چې هغه پخپله د هغه اساسي قانون خلاف دي چې دوی د بي ۵۲ الوتکو تر سیوري لاندې جوړ کړی او په بیلا بیلو وختونو کې په کراتو د دوی له خوا نقض شوی دی. له بلې خوا په مدارسو او تعلیمي مراکزو او په ولسي کورونو د شپنیو بریدونو او ډرون حملو او بمباری له امله د افغان ولس او د رژیم ترمینځ واټن ورځ په ورځ زیاتیږي. د اربکیانو او د رژیم د ځواکونو له خوا د ولسي وګړو ځورول هم دوی منزوي کړي. د هوسايي او پرمختګ په هکله د امریکې او د کابل ادارې د زړه پورې شعارونو سره سره، د افغانستان ولس په ژوند کې بدلون نه دی راغلی بلکې څلویښت سلنه افغانان د فقر تر خط لاندې ژوند کوي. له بلې خوا د سولې په هکله نیمګړې ستراتیژي لري. د افغانانو په مالکیت او مشری لاندې خبرې چې هدف یې د کابل رژیم مالکیت او مشري ده غیر عملي ده ځکه د مسئلې خارجي بعد چې هماغه د اشغال خاتمه ده او دا د اسلامي امارت او امریکا ترمینځ خبرو ته اړتیا لري، هغه یې له پامه غورځولې دی. نو دا ناقصه ستراتیژي ده.

پوښتنه: په قطر کې د سیاسي‌دفتر ور ځنۍ چارې څه ډول دي او تاسو له کومو جهتونو سره ډیر لیده کاته لرئ؟

ځواب: سیاسي دفتر بیلا بیل څانګې لري. هره څانګه د خپلې ساحې اړوند هیوادونو سره تماس نیسي. د افغانستان اوسنی وضعیت او د اسلامي امارت تګلاره ورته واضح کوي او د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په هکله یې د اسلامي امارت د رسمي دریځ نه خبروي. د نړی د مختلفو هیوادونو استازي چې غواړي زموږ په موقف پوه شي او یا د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل کې رول ولوبوي، له موږ سره لیدنې کوي او موږ یې پخپل نظر او موقف خبروو. په ۲۰۱۶ کال کې موږ شپږ تنه د هیواد نامتو ژورنالیستان دعوت کړي وو او ورته واضح کړې مو وه چې هر ډول پوښتنې لری، په آزاده توګه یې له سیاسي دفتر سره مطرح کوی شی. د سیاسي دفتر ټاکلی هئیت دوه ورځې د هغوی پوښتنو ته جوابونه ورکول. موږ غوښتل چې شپږ تنه نور لیکوالان او ژورنالیستان هم دعوت کړو ترڅو د افغانستان د اوسني وضع په هکله ابهام له مینځه لاړ شي او د ولس ټولې پوښتنې او اندیښنې ځواب شي خو متأسفانه چې د کابل رژیم پدې لاره کې ستونزې جوړې کړې. د هغوی د تګ په وړاندې یې خنډونه واچول کله چې راغلي لیکوالان هیواد ته ستانه شول، د کابل رژیم د امنیتي دستګاوو له پوښتنو او ځورونو سره مخ شول.

پوښتنه: د سولې په لاره کې سیاسي فعالیتونه او د هغو د تحقق په اړه که معلومات راکړئ

ځواب: سیاسي دفتر د خپل تأسیس له ورځې څخه په دوامداره توګه سیاسي فعالیتونه کړي او په افغانستان کې د واقعي سولې راوستلو لپار یې کار کړی دی. په بیلا بیلو کنفرانسونو کې چې د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل لپاره جوړ شوی ؤ، ګډون کړی، لکه د چاپان د کیوټو کنفرانس، د فرانسې د چانټیلي کنفرانس، د دوحې د پګواش کنفرانس او د اوسلو فورم او داسې نور. سیاسي دفتر استازو ددې کنفرانسونو له لارې د افغانستان د مظلوم ولس غږ نړیوالو ته رسولی او د اشغال د خاتمې او د واقعي سولې د راوستلو لپاره یې د اسلامي امارت موقف څرګند کړی دی.

پوښتنه: د روسیې په پلازمینه مسکو کې ستاسو غونډه چې د نړیوالو رسنیو د سر خبر وګرځید، که دهغې ناستې او سیاسي لاسته راوړنو په اړه لطفا لږ وضاحت راکړئ؟
جواب: لکه څنګه چې تاسې ته معلومه ده چې د روان میلادي کال د نومبر په ۹مه نیټه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر یو پنځه کسیز هئیت د سیاسي دفتر د مشر محترم شیر محمد عباس ستانکزي صاحب تر مشری لاندې د ماسکو فارمټ په غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې د افغانستان د اوسني وضعیت او د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په هکله ګډونوالو ته معلومات ورکړل. دا مهمه نړیواله غونډه وه. د امنیت شوری د دریو غړیو هیوادونو لکه د روسیې فدراسیون، چین او امریکا ګډون غونډه لا مهمه کړې وه. د اسلامي امارت د استازو پدې فارمټ کې ګډون دا معنی لري چې نړی امارت د افغانستان د بارز سیاسي ځواک په توګه پیژني او غواړي په هیواد کې د اشغال د خاتمې لپاره یې غوښتنې او موقف واوري. پدې غونډه کې د روسیې، چین او ایران استازو د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او د مسئلې د سیاسي حل لپاره غږ وکړ. ددې وروسته به مشکله وي چې څوک دي د ترهه ګری تر شعار لاندې د افغانستان اشغال او جګړه توجیه کړي.

پوښتنه: د اسلامي‌امارت د فرهنګي فعالیتونو او په ځانګړې توګه د وېب پاڼو، مجلو، د سمعي او بصري څانګې او…. په اړه مو نظر څه دی او که په دې هکله کومه مشوره یا نظر لرئ راسره شریک یې کړئ؟

ځواب: الحمد الله د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسون فعالیتونه په ډیره ښه توګه پرمخ روان دي. زه پخپله یو وخت په فرهنګي کمیسون کې د کار ویاړ لرم. ویلی شم سره ددې چې د دښمن په پرتله د امارت د فرهنګي کمیسون سره وسایل نشته خو له همغه پیل څخه یې په مطبوعاتي ډګر کې د اسلامي امارت په خلاف د ټولو تبلیغاتو په میړانه مقابله کړې او بریالی راوتلی دی. نشرات یې معیاري، عکس العمل یې چټک، معقول او اغیزمن دی. پخپله دښمن هم پدې اعتراف کوي. غواړم ووایم سیاسي او مطبوعاتي میدانونه پخپله برخه کې ډیر مهم دي او باید له یوه او بل سره موازي پرمخ ولاړ شي.

پوښتنه: د افغانستان قدرمن اولس ته څه ویل غواړئ؟

ځواب : په تیرو تقریبأ دوو لسیزو بلکې په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانستان مسلمان ولس ډیر کړاوونه لیدلی دي. بمباری، زندانونه، ډرون او د شپني بریدونه یې ګاللي. خو بیا یې هم غلامي ته یې سر نه دی ټیټ کړی. د اسلامي امارت مجاهدینو ته یې پخپله غیږ کې ځای ورکړی. خپل زامن یې ورسره کړي او په زړورتیا یې د یرغل مقابله کړی. ولس ته وایم چې د الله تعالی په نصرت، اسلامي امارت د مجاهدینو او تاسې ولس په قربانیو سره، دښمن اوس پدې اعتراف کوي چې په زور د افغانستان مسئله نشي حل کولی. آماده شوی چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر له استازو سره د اشغال په خاتمې او د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل وغږیږي. که یرغلګر پخپله وینا او موقف کې رښتیني وي، د افغانستان مسئله حل کیدونکې او سوله راتلونکې ده. که پخپله ادعا کې صادق نه ؤ، بیا هم له چا نه پټیږي. دا هیواد به ان شاءالله هرومرو آزادیږي. اسلامي امارت د مسئلې سوله ایز حل ته ژمن دی او هیله لرو چې د اشغال په خاتمې او د یوه افغان شموله اسلامی نظام او حکومت په جوړیدو سره افغانان هم د نړی د نورو ولسونو په څیر آزاد او سوکاله ژوند پيل کړي. ټول افغانان د امن او سولې په فضا کې د هیواد بیا آبادی، پرمختګ او سوکالی ته مخه کړي.

پوښتنه: ډیر محترم شاهین صاحب دا چې موږ ته مو وخت راکړ د مننې وړاندې کولو په ترځ کې باید ووایو، څرنګه چې دا ځانګړې مرکه د حقیقت مجلې د کال ګڼې لپاره ترسره شوه، که د حقیقت مجلې په اړه څه ویل غواړئ مهرباني وکړئ؟

ځواب : د حقیقت مجله د اسلامي امارت وزینه مجله ده. په ډیرو سختو شرایطو کې یې خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړی دی چې دا پخپله ددې مجلې د مسئول چلونکي او لیکوالانو د علمي او مسلکي توانمندی او زحمتونو څرګندوي دی. په مطبوعاتي میدان کې ډیره ښه ځلیدلی ده. له الله تعالی څخه درته د لا بری او پرمختګ توفیق غواړم.
پای