د يوه طالب خوب او د ملا صاحب مرحوم تعبير

مولوي محب الله ګرمسېری سهار لس بجې شاخوا به وې چي د کندهار د هوايي ډګر د ترمینل په برنډه کي عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله چې هغه مهال د هوايي قواوو قوماندان و، ناست وو. زه هم راغلم تر سلام او احترام […]

مولوي محب الله ګرمسېری

سهار لس بجې شاخوا به وې چي د کندهار د هوايي ډګر د ترمینل په برنډه کي عاليقدر اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او شهيد اميرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله چې هغه مهال د هوايي قواوو قوماندان و، ناست وو.
زه هم راغلم تر سلام او احترام وروسته له دوی سره کښېناستم، دغه مهال زموږ مخته پر سړک دوه ميني بس (فلاينکوچ) موټر ولاړ وه او د تشکيل طالبان په ډېر شوق او خوشحالۍ ورختل، دوی چهاراسياب ته روان وو .
مرحوم ملاصاحب منصورصاحب ته وويل چي ياد يي لره! دا طالبان چي اوس تشکيل ته روان دي دا به ځيني زخميان سي ځيني به مريضان سي او ځيني به خپل هدف ته ورسېږي او فتوحات به راسي خو بيرته به دا ټول تحريک يو وار مکمل مات سي بيا به د دوی په لاس دا تحريک دوهم وار شروع کېږي او مکمل افغانستان به فتحه کوي. إن شاء الله
مرحوم ملاصاحب وويل چي هغه بله ورځ يو طالب خوب راته وايه چي ملاصاحب! خوب مي ليدی يوه سپينه غټه طياره د کندهار پر فضاء را روانه وي، طياره پر مځکه را ولوېږي او ټوټې ټوټې سي، موږ طالبان نعرې کړو چي ملاصاحب ته ږغ ور وکړئ چي طياره را ولوېده! طالب وايي بيا تاسي (ملا صاحب) راسئ او دغه ټوټې ټوټې طياره تر لکۍ ونيسئ او په هوا يې کړئ، طياره بيرته پرواز وکړي او روانه سي.

دا هغه وخت وو چي شاوخوا دوې مياشتي به د کابل فتحي ته پاته وې‌.