د ملاصاحب كړنې، څرگندونې او وړاندوينې پرلپسې تصادفات !!

سعد كټوازی: ملا صاحب رحمه الله نږدې۱۶كاله پر ژوند او شاوخوا دوه كاله پر مرگ د طالبانو مشر پاتې شو او په دې۱۸كلنه موده كې د نړۍ په كچه د هغه پر وړتيا، اړتيا او په اسلامي ټولنه كې يې پر رول اعترافونه وشول، د هغه شخصيت-اتلولۍ-حكومتولۍاو هر اړخيز ژوند نړۍ مشاهده كړ او تر […]

سعد كټوازی:
ملا صاحب رحمه الله نږدې۱۶كاله پر ژوند او شاوخوا دوه كاله پر مرگ د طالبانو مشر پاتې شو او په دې۱۸كلنه موده كې د نړۍ په كچه د هغه پر وړتيا، اړتيا او په اسلامي ټولنه كې يې پر رول اعترافونه وشول، د هغه شخصيت-اتلولۍ-حكومتولۍاو هر اړخيز ژوند نړۍ مشاهده كړ او تر يو حده پرې وهم غږېده، د ثور مياشتې پر۴مه مړينې او د هغې له اعلانېدو وروسته پرې درستې مسلمانې نړۍ ساندې ووهلې، د بشري ټولنې د بېلابېلو قشرونو او طبقو چاڼ شويو اشخاصو، دوست او دښمن، خپل او پردي، نږدې او ليري ټولو د هغه د ژوند بشپړ اړخونه، پخوانی جهاد او اوسنۍ مشري جلا جلا تحليل، تجليل او وستايل او لا تر اوسه يې پر هر تلين ياد را ژوندی كوي.
نو نه هغه لازياتې پېژندنې ته اړتيا لري او نه ماته څه را پاتې دي چې پر وغږېږم، له بلې خوا مې هغه يواځي اورېدلی او لوستلی دی او په دې وروستيو كې د هغه مستند تاريخ چې ويل كېږي را ټولو يې۸كاله نيولي د با خبره اشخاصو له لوري را غونډ او تكړه ليكوال پر قلم ليكل شوی، نور به نو د كومې تبصرې او د ملاصاحب د ژوندپر كوم اړخ تبصرې ته اړتيا پاتې وي؟ يواځي دا چې تكراري څرگندونې به شي او بيا دومره لوړ، دروند او د يو جليل صحابي تمثيلونكی مشر زما د تبصرې څه اړتيا لري او په اړه يې د تبصرې زړه له كومه كړم؟ او… خو بياهم يې راتلونكو نسلونو ته د ياد ژوندي ساتلو په پار د افغاني تاريخ د يوې عجيبې او د عجائبو پېلامه څيرې په حيث له ژوند او شخصيته په خپل تعبير څو ټكي ليكم ترڅو هغوی يې په خپل وياړمن تاريخ كې په يوه نړۍ برم، عزت او افغاني غرور ياد ساتي.
زموږ مسلمانانو په عقيده پېښېدونكي هرڅه په ازل كې ليكل شوي او له مخې يې هغه د يوې منظمې لړۍ په شكل را څرگندېږي ، د دې لړۍ هره كړۍ پر بلې تكيه او د پټو او ښكاره لاملونو له وجې د هغې د منطقي پايلې په بڼه را منځته كېږي، خو بياهم چې ناڅاپې او تصادف راته ښكاري، له دې امله چې پر بې شمېره موجوداتو، ټولنو، ملتونو، چارو او ژوند باندې زموږ پوهه نيمگړې، په اړه مو يې ليدلوری محدود او پام مو يې پر يوه/ځينې اټكليزو پېڅكو او اړخونو باندې متمركز وي، سره له دې چې هغه زموږ د پوهې، ليدلوري او پام له دائرې وتلي يو يا څو نور اړخونه هم لري چې كه څه هم له را څرگندېدو سره يې موږ ورته ناڅاپې، تصادف او د تمې خلاف وايو او زياتر زموږ د پوهې، ادراك او ليدلوري په دائره كې اټكليز شته ورسره جامد وگرځي، خو دا د يادې لړۍ يوه كړۍ وۍ چې هغه په اتومات شكل بشپړه كړي.
زموږ هېواد د ازادۍ، خپلواكۍ، جهاد، حماسو، ايثار او دفاع اړوند دا ډول ډېر تصادفات لري چې زياتر يې له عجائبو څخه هم دي، شوروي د منځنۍ اسيا، ځيني عربي هېوادونو او چين په گډون نېمي اروپا پوري ساحه لاندې كړه، افريقا او د عربو جزېرې ته يې ريښې وكړې، ترټولو زيات يې اسلامي نړۍ وېجاړه او له بېخه ونړوله او په دې ډول يې تر نيمه زياته (له هره اړخه د وخت بډايه) نړۍ تر كومي تېره كړه، يانې ازادي او خپلواكي يې ترې واخيستل، د دفاع حق او توان يې ترې سلب كړل، له عربي او مسلمانې نړۍ يې د جهاد ټغر ټول او هلته يې د ايثار جذبه ووژله.
له نوري اسيا وروسته له ټولو شاته پاتې خو د اسلامي عقيدې له اړخه پوره افغان خاوري او افغان ملت وار و چې دا مهال بې اسرې هم پاتې و، اټكل دا و چې شوروي او د هغه ملاتړي كمونستان دلته هم همغه كانې وكړي لكه په يادو سيمو او هېوادونو، آن چې د واكمن شاهي نظام مهمو ادارو (پارلمان، پوځ، معارف، فرهنگ، ټولنيزو چارو او…) ته د هېواد بيا رغوني او دلته رفاه منځته راوړلو په نوم د كفر او الحاد پر بنسټ ولاړ كمونيزم پر چل او چالاكۍ لاره ايستلې، د نظام دسگاه، سياسي روڼ آندي، فرهنگي فعاليتونه، اداري چاري يې ټول ترې د ځان تسخير كړي هم و او ډېر لږ كار پاتې و.
خو تصادف بيا دا و چې څومره شوروي او د هغه ملاتړو ته كار لږ و، هغومره يې پر وړاندې افغانانو او افغاني عالمانو فرصت كم درلود، له ښه مرغه له دې لږ فرصت څخه سالمه او اعظمي استفاده وشوه چې له يوې خوا افغانانو شوروي او نړيوال كمونيزم مات او مهار كړ او له بلې خوا يې د هغه پر وړاندې سپېڅلي جهاد كې ځوانان او اولادونه په جهادي روحيه، د معاصرو وسلو پر كارونه، جگړه ييزو تكتيكونو او ډېر څه وروزل.
دغه تصادف له ځان سره د فیض محمد اخندزاده په نوم يو نوميالی مجاهد هم درلود چې د شوروي يرغلگرو پر وړاندې به يې پر يواځي تن د يوې سترې جبهې جگړه كوله، په جگړه كې ورسره له دې امله ډېرو لږو مجاهدينو برخه اخيسته چې د ژوندي را گرځېدو تمه به ډېره لږه وه او داسي جگړې ته تلل خورا ستونزمن و، خو د محمد عمر طالب په نوم يو داسي زلمكی هم و چې له اخندزاده صاحب سره به زياترو عملياتو كې برخوال و.
محمدعمر طالب چې په كندهارۍ لهجه ملا عمر اخوند يادېده، څو ځله د ملا عبدالسلام ضعيف صاحب تر قومانده لاندې او بيا دواړه د فرد په حيث جگړو كې برخوال و ، دا چې هغه د يرغلگرو شورويانو او كمونستانو پر وړاندې جهاد ته د زدكړو له حجرې را وتلی او بيا د شورويانو ماتې او مجاهدينو برياته رسېدو سره عام اټكل دا و چې نور نو اسلامي نظام راغی، نو عمر هم بېرته خپلې حجرې ته د زدكړو لپاره را وگرځېد، خو تصادف بيا هم دا و چې اسلامي نظام نه، بلكې انارشۍ راغله.
زما په فكر او يا رښتيا هم ډېر عجيب تصادف دا و چې ملا محمد عمر آخوند د سيمې له دود سره سم په اونېزه رخصتۍ د پنجشنبې په ورځ د كور پر لور او بيا په سبا بېرته تر حجرې راځي، د لارې د اوږدو انارشۍ، ټوپك او پاټك سالارۍ يې په ذهن كې د يو غورځنگ خريطه او پلان كاږي او فكر يې بدلوي، د ولس ترمنځ دغه عظيم او محبوب طالب د هوا مرغۍ غوندې بې ضرره، ډاډه او هغه ته اړ ژوند تېروي، خو يوه ورځ يې د همدې ولس كړاوونو ته بې كچې فكر خرابېږي، كتاب بندوي، د يو ستړي او له اخه توخه لوېدلي لاروي غوندې خوله اوسترگې نيم خلاصې ډډه وهي او له ډېره درده ژوره سا أخلي، په فكر كې له ډوبېدو سره يو ناڅاپه له ځان سره وايي نور (دا درسونه) نه كېږي…
وخت او ظروفو ته پر پام د طالبانو په حجرو راگرځي او لكه د مسجد يو دروند خدمت ته چې اشر راغواړي هغوي راټولوي، د همدغه مهال د ويښ ضمير څښتنان ملاوي تړي او د نورو بيا كرار ور پسې ضميرونه را وېښېږي… هو ! مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د حجرو د طالبانو ياد أشر د يو خونړي غورځنگ او اوږد انقلاب لپاره راغوښتی او په خپل نوم يو روښانه تاريخ كې يې د خپل ځانگړي فكر په توگه په اسلامي ټولنه كې پنځولی، چې لا تر اوسه كټ مټ د هغه په پله د مدرسو طالبان او ديني عالمان د ولس او ټولنې درد او كړاو په درك كولو د خپل احساس له مخې د مرحوم ملاصاحب پر لاس را بوټېدلي اسلامي امارت كې لوبېږي او قرباني كېږي.
د پام وړ تصادف او عجيبه دا چې ملا صاحب د روانې يووېشتمې پېړۍ د طالبانو غريبانه او نادر ظهور د يوې ساده خو له هره اړخه بې سارې پېښې لامل شو او گڼ شمېر نوښتونه يې له ځان سره لرل/لري، له اوږدې مودې وروسته يې د نړۍ پر كچه د پناه شويو اسلامي خلافتونو پر منهج د افغانستان پر خاوره يو اسلامي حکومت د  خلافت په بڼه را منځته كړ، د همدې حكومت پر مټ يې له مذهبي او فكري اختلاف سره سره يو هغه مؤمن ته چې د نړۍ پر سطحه يې د پناه ځای نه درلود پناه يې ور كړه چې اخېر يې هم د حكومت د نسكورېدو پلمه او پېلامه شو او له همدې ځايه د وخت د نړيوال طاغوتي ابر او زبر ځواك د ډاگيز مخالفت او گوتڅنډنې لومړی هدف شو، خو بيا هم يې ننگاوه او د ټولې (مسلمانې+كفري) نړۍ پام يې جلب كړی و.
نړۍ هېښه وه چې اوس به له افغانستان، طالبانو او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سره څه كېږي، هغوی به څه ډول غبرگون ښيي او څرنگه به يې ښيي؟ خو چې ملاصاحب رحمه الله ورته په هسكه غاړه سينه وډبوله، نړۍ له پوره باور سره دا د هغه، افغانستان او طالبانو د زوال او بشپړ له منځه تللو پېلامه اټكل كړه، دې وهمي او احتمالي زوال بيا په خپله يوه دنيا خبرې، پوښتنې، اندېښنې او اوږد داستان له ځان سره لاره چې د نړۍ په گوټ گوټ كې د حال، مقال او احساس له لارې اورېدل، لوستل او ليدل كېدل.
ملا صاحب رحمه الله لومړی ياد ځواك ننگاوه او ورته يې د سيالۍ سينه وهله، خو چې هغه مغرورانه یرغل وکړ، د ملا صاحب رحمه الله تر قومنده د لاندي ځواک تر اټکل زیات مقاومت سره مخ شول  له کافي مقاومت وروسته چې طالبانو له ښارونو عقب نشیني وكړه چې دا په ښكاره له ننگونې او سيالۍ سره ټكر او يو منفي احساس ور كوي، خو پكې پرته فلسفه يې څه وروسته د صدام حسين او معمر القذافي را پرځېدو وښوده، په هر رنگ ملاصاحب رحمه الله چې په خپلو ساده او لنډو ټكو كې څه نغښتل، په عمل كې يې همغه له بشپړ تفصيل سره ښودل، پر نړيوال صليبي ائتلاف يې هم ټوله نړۍ وغږوله او له خپل كړي اټكل څخه يې پر شا كړه، اوس نو ټوله (كفري+اسلامي) نړۍ د وېرې او اميد ترمنځ د ملاصاحب هرې كړنې، وړاندوينې او څرگندونې ته د پرلپسې تصادفاتو په توگه په تلوسه كې وه.
هاخوا بيا اشغالگره نړۍ ټوله د مشر ملاصاحب په تعقيب پسې لالهانده وه چې يايې ژوندی ونيسي او يا يې هم له منځه يوسي او دا يو ځواكمن اټكل هم و چې ياده تلوسه مختله كړي، خو تصادف بيا هغه څه و چې پېښ شول، اشغالگر د هغه په تعقيب كې د تل لپاره پاتې راغلل، لا نور يې هم د طالبانو د مقاومت اور ژبغړانده كړ چې دا دی كټ مټ د مشر ملاصاحب له وړاندوينو او د هغه پر اساس اټكلونو سره سم طالبان نن نړيوال سياسي ځواك او له گڼو اړخونو د اشغالگرې نړۍ په ځانگړې توګه  د امريكا يو د پام وړ حريف گڼل كېږي او امريكا د ليست پای ته راځي.
د مشر ملاصاحب كړنې او خبرې زياتره د هغه د كرامت او پر الله تعالی باندې يې د گرانښت نښې وې چې پرې هغه د (لو أقسم بالله لَأَبَرَّه) اشخاصو له جملې پېژندل كېده، زياتره وړاندوينې او گومارنې يې تير به هدف او پر ځای ختې، ډېری هغه طالب مشران چې د ملاصاحب ټاكلي، تر اوسه لا هر يو په خپله رتبه كې ممتاز دی او په نړيواله ډيپلوماسۍ او هم كور دننه ټولو جهادي فعاليتونو كې همدغه د ملا صاحب د لاس نيالگي مشران د مخكښ رول څښتن كڼل كېږي.
مشر ملا صاحب ته الله تعالی دومره رعب او ورسره پر يو مهال محبوبيت هم ور كړی و، چې د يو منصور دادلله پر گوښه كولو يې د ډېرو مخالفتونو مخه نيولې وه د يوې داسي موكې په انتظار خپل سري چې پكې د ملاصاحب د مړينې اعلان واوري، ډاگيز بغاوت وكړي ، ټول يې پر يوه چُپ او چوپ غلي كړي وه او په بلا نزاكتونو كې يې تر وروستۍ ساه خپل قيادت په نورمال حالت پر مخ يووړ، ياد خپل سري چې د ملاصاحب د وفات له اعلان سره يې د ناروا  بغاوت هڅه هم وکړه، تر اوسه لا د هغه پر شخصيت او ټولو ځانگړنو باندې قائل دي او پرې وياړي چې يو وخت د هغه تر مشرۍ لاندې پاتې شوي، همدا راز اشغالگر دښمن هم د هغه پردښمنۍ لا وياړل او گڼو اشغالگرو په دې اړه څرگندونې كړې.
د مشر ملا صاحب رحمه الله ارمانونو ته د اسلامي امارت د مشرتابه، مرستيالانو، رهبري شورا او مسئولينو ژمنتيا، له هغو سره سم د اسلامي امارت وروستي پرمختگونه او د بريا پر درشل درېدل يې هم له هغه سره د الله تعالی پټه او ځانگړې مرسته جوتوي چې د هغه د يو كرامت په شكل تر اوږدې مودې او د هغه له مړينې ډېر وروسته لاهم د هغه تگلاره او تگلوری نه دي بدل شوي او نه به ان شاءالله بدل شي، بلكې څومره چې د وخت پر تېرېدو د مشر ملاصاحب رحمه الله وړاندوينې رښتيا كېږي، هغومره يې د لارې په تعقيبولو د طالب مشرانو د بريا باور پخېږي او لازيات د هغه ارمانونو او پر پله تللو ته ژمنتيا ښيي.
فكر كوم تر اوسه چې د اسلامي امارت او افغان ولس دبرياوو او ديرغلگرې نړۍ د زيانونو او ماتو لړۍ تر كومه رسېدلې او تر كومه چې روانه پاتې كېږي، ټوله مشر ملاصاحب ته د الهام او كشف له لارې مالومه وه، نو ځكه يې د ژوند تر پايه۱۰، ۱۵او۲۰كاله وړاندې لا دومره له ډاډ سره د دې بشپړې لړۍ په اړه كافي وړاندوينې كړې او نن ياده لړۍ له هماغو وړاندوينو سره سمه روانه ده، خو دا چې يو خو د ملاصاحب د خبرو ټكي ساده او لنډ و، بل د هغه تر خبرو پر كار تركيز زيات وو او بل د دې لړۍ بشپړ جزئيات ښايي نه وي ورته القاء شوي، نو ځكه يې جزئيات ور كړي هم نه دي…رحمه الله رحمةً واسعةً.
الله تعالی دي ملاصاحب ته په فردوس اعلی كې لوړ مقام ور په برخه كړي او الله تعالی دې موږ د هغه د رښتونو او مخلصو عسكرو له جملې وگرځوي.