د مرکزي سیمو فتوحات او د رسنیو غلط تعبیرونه

لیکوال: زخمي افغان  د افغانستان اسلامي امارت چې د جهادي فعالیت او نفوذ لمن یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایاتو کې خپره ده. په هره سیمه، هر ولایت، هر قوم او په هره ژبه غږیدونکو پرګنو کې ژورې ريښې لري، لکه څنګه چې د جهادي فعالیت او فتوحاتو سلسله د هیواد په جنوب، شمال، […]

لیکوال: زخمي افغان 

د افغانستان اسلامي امارت چې د جهادي فعالیت او نفوذ لمن یې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایاتو کې خپره ده. په هره سیمه، هر ولایت، هر قوم او په هره ژبه غږیدونکو پرګنو کې ژورې ريښې لري، لکه څنګه چې د جهادي فعالیت او فتوحاتو سلسله د هیواد په جنوب، شمال، ختیځ او لویدیځ کې په کامیابۍ روانه ده په دې وروستیو کې د هیواد په مرکزي سیمو  کې (چې اکثره په کې د هزاره قوم او شیعه مسلک سره تړلي هیوادوال اوسي) هم جهادي پرمختګونو زور اخستی او د غزني ولایت د شمالي ولسوالیو لکه جاغوري او مالستان په شمول د روزګان ولایت په ختیځو سیمو کې هم مجاهدینو د پام وړ بریاوې د ځان کړ ي دي.

خو په یادو هزاره میشتو سیمو کې د جهادي فعالیتونو له پرمختیا سره هم مهال رسنیو او یو شمیر نفاق اچوونکو سیاسیونو غوغا جوړه کړه چې د اسلامي امارت مجاهدین د یوه مشخص قوم ( هزاره) او مذهبي فرقې ( اهل تشیع) په خلاف جنګ پيل کړی دی او د هغوی سر او مال ته یې ګواښ متوجه کړې دی.

موږ پوهیږو چې د دغو غلطو تبلیغاتو او بې اساسه خبرو تر شا د دین او وطن هغه دښمنان قرار لري چې غواړي په افغانستان کې قومي او مذهبي توپيرونه رامنځته کړي، د فرقوي او قومي شخړو فتنه راویښه کړي او بیا ترې د ناروا اهدافو لپاره ګټه واخلي.

د یادې مسئلې په اړه اسلامي امارت لکه بار بار چې ویلي یو ځل بیا د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد صاحب د یوې اعلامیې  په خپرولو سره ټول اولس او نړیوالو ته اعلان وکړ چې اسلامي امارت د افغانستان د هیڅ قوم سره کوم مخالفت نه لري. بلکې د افغانستان هر قوم او له هر نژاد، ژبې او رنګ سره تړلي خلک د دې اولس د بدن اعضاء بولي. اسلامي امارت لکه څنګه چې پخوا یې د واکمنۍ تر سیوري لاندې د افغانستان ټولو قومونو د وروڼو په شان ژوند کاوه، اوس هم ټولو قومونو ته په درنه سترګه ګوري.

لکه څنګه چې واضحه ده، افغانستان په تاریخي لحاظ یو داسې هیواد پاته شوی چې د اهل السنة او اهل تشیع له نظریې سره تړاو لرونکو خلکو یې د یو بل تر څنګ د مینې او اخلاص سوله ییز ژوند کړی دی. افغانستان کله هم د فرقوي شخړو سابقه نلري. په افغانستان کې د جګړو عوامل همیشه بهرني وو او اوس هم د جګړې عامل بهرنی اشغال دی. اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې افغانستان د پخوا په شان له قومي او فرقوي شخړو څخه خوندي وساتي.

خو یو شمیر بهرنۍ شیطاني کړۍ او په خاص ډول غربي میډیا او یو شمیر د اشغالګرو حلقه بګوش غلامان او سیاسیون کوښښ کوي چې د اسلامي امارت وروستۍ بریاوي او جهادي لاسته راوړنې د قومي جنګ په رنګ باندې رنګولو سره بې اغیزې کړي. دغه بګیل سیاسیون چې اوس د افغانستان په بیلابیلو قومونو کې نفوذ او محبوبیت نلري او نه یې هم څوک خبرو ته غوږ نیسي. هڅه کوي د قومي نفاق په راپارولو او لساني توپیرونو په برجسته کولو سره ځان ته د اولس په منځ کې د پښې ایښودلو ځای پیدا کړي او د هیواد ملي منافع له خپلو شخصي ګټو قربان کړي.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغو مضرو او فتنه ګرو اشخاصو ته ګواښ وکړ او په یوه اعلامیه کې یې داسې مخاطب کړل(  هغه کړۍ چې د قوم، مذهب او ځينو نورو تعصباتو د راپارولو په منظور د سیمې خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي، یا داسې پروسي عملي کوي او د کابل د شړیدلي ادارې د بقا لپاره تعصبي لښکري جوړوي د مجاهدینو عملیات او کړنې د ملکي خلکو په ضد بولي هغوی ته جدي خبرداری ورکوو چې د اسلامي امارت استخباراتي مسئولین به د داسې لوی خیانت د مرتکبینو جدې څارنه کوي او عندالموقع به مناسب ځواب ورته ووایي.
موږ د دغې اعلامي په خپرولو سره خپلو هزاره هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د عملیاتو په مهال به د دوی املاکو، سر او عزت ته هيڅ زیان نه رسیږي، که د چا زامن او خپلوان د کابل ادارې په نظامي لیکو کې دنده لري هغوی دې د دښمن له لیکو را وباسي ژوند يې په امن دی)

نو بناء باید ووایو چې د هیواد په مرکزي سیمو لکه روزګان، جاغوري، مالستان او نورو سیمو کې جهادي پرمختګونه کومه ځانګړې اجنډا یا موخه نلري. دا د اشغالګرو او ګوډاګي رژیم په خلاف د روان جهاد د یوې برخې په حیث یو معمول جهادي فعالیت دی. په دې سیمو کې د مجاهدینو هدف خدای مکړه د سیمې اولسونه نه دي، بلکې هغه اجیر عسکر او ګوډاګي چارواکي دي چې په دې سیمو کې فعالیت لري.

نو بناء  مجاهدین د دې سیمو اولسونو ته بشپړ ډاډ ورکوي، دوی باید پوه شي چې اسلامي امارت ستاسو د سر او مال ساتونکی دی او د روانو جهادي عملیاتو په اړه چې کومې خبرې کیږي هغه یوازې د رسنیو او یو شمیر ګمارل شویو ګوډاګیانو غلط تبلیغات دي چې غواړي د مجاهدینو په اړه د  عام اولس ذهنیت خراب کړي.