د ثالث عمر رحمه الله يوه پخوانۍ اصلاحي وينا

فاتح افغان: امام مالک رحمه الله په موطا کې د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه هغه اثر روايت کړی چې خپلو عمالو ته يې ليږلی و چې ستاسې په ټولو چارو کې ماته مهم کار لمونځ دی چا يې چې ساتنه وکړه بې له شکه هغه د خپل دين ساتنه وکړه، او […]

فاتح افغان:
امام مالک رحمه الله په موطا کې د امير المؤمنين عمر بن الخطاب رضي الله عنه هغه اثر روايت کړی چې خپلو عمالو ته يې ليږلی و چې ستاسې په ټولو چارو کې ماته مهم کار لمونځ دی چا يې چې ساتنه وکړه بې له شکه هغه د خپل دين ساتنه وکړه، او چا چې ضائع کړ نو هغه بيا نور کارونه په طريق اولی سره ضائع کوي.
الله پاک دې د مرحوم امير ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله قبر منور وګرځوي، د عادل امير بيلا بيل مواصفات يې د ژوند په بيلا بيلو اړخونو کې له ورايه ښکاري، چې يو يې د خپل رعيت او خاصتا د خپل صف اصلاح ته پوره پاملرنه ده.
لاندې د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د يوې پخوانۍ وينا متن دی چې د مخابرې له لارې يې مجاهدينو ته اورولې.
((ما خپلې غاړې درته خلاصې کړلې، په خدای قسم درته کوم، زما د خدای په ذات قسم دی، چې که ما دا قربانۍ د خپل عزت، د خپل مشرتوب او خپلې بادشاهۍ لپاره ورکړې وي، خدای شاهد دی ما خپلې غاړې درته خلاصې کړلې سبا ته به ان شاء الله ما الله په دې نه ونيسي نو دا دی غاړې درته خلاصومه، هم په زور درسره ولاړ يمه هم په تبليغ او نصيحت درسره ولاړ يمه هم قرباني ورکومه، که په صف کې څوک خراب دی که په غير صف کې وي، دا يو نفس لرو دا قرباني کوو، بالا مو نيت کړی دی، ان شاء الله الله پاک به ما نه ماخوذه کوي، هر سړی الله پاک په خپلو اعمالو باندې ماخوذ کوي او عذاب ورکوي، نو ما خپلې غاړې درته خلاصې کړلې بيا دا ما واياست چې ته داسې غافل وې، هيڅ دې نه ويل، نه هيڅ يو تبليغ کاوه، نه دې هيڅ داسې خبره کوله، د مسلمان لپاره يو وار خبرتيا ده، يو وار علم حاصلول دي، هغه ورلره کافي دی، بيا دليل نلري نه په دنيا نه په آخرت کې، ما دا ده خپلې غاړې درته خلاصې کړې.
بيا درته وايم چې هر سړی ځان آمر بالمعروف جوړ کړئ، که پنځه کسه لري که زر کسه لري، که په هرڅو خلکو باندې مسلط دی هغه دې ځان آمر بالمعروف جوړ کړي، خپل ځان ته دې هم متوجه شي او انډيوالانو ته دې هم متوجه شي، لمونځ کوي نه يې کوي؟ سرود اورېدونکی دی نه دی؟ فحشاء کوي نه يې کوي؟ منکر کوي نه يې کوي؟
او داسې خلک دې ورته متوجه شي دا ټوله صف په دغه يوه خبره سميږي، دا ټوله صف په دغه يوه خبره سميږي،که څوک مسلمان وي غوږ دې کيږدي د زړه په غوږ يې واوري، او خپل نيت ورته صفا کړي، او که په بدو اعمالو اخته شوی وي له هغه څخه دې توبه وباسي، دا ټول صف په دا يوه پلا سميږي.
ټوله به يې اوري که يې نه اوري شايد وابه يې وري، دغه يوه خبره ورلره کافي ده، مسلمانانو، ای د صف مسلمانانو، دغه يوه خبره درلره کافي ده، نور بد اعمال بايد ونشي په دې صف کې، او هر سړی بايد د خپلو انډيوالانو تزکيه وکړي.))
د دې وينا هره يوه جمله د چا زړه ته ننووځي او يو څوک په خپل ګريوان کې سر ښکته کولو ته اړ باسي چې د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د کاروان د يو سپاهي په حيث په خپلو اعمالو نظر واچوي.
دا دی د فقيد امير رحمه الله وينا زموږ تاسې تر غوږو راورسيده، راځئ لږه شيبه له ځانونه سره محاسبه وکړو او په خپلو انفرادي او اجتماعي اعمالو زغلنده نظر واچوو.
زموږ په صف کې د اسلام د مهم رکن لمانځه اهتمام په کومه اندازه دی؟ خدای ناخواسته د غفلت ښکار شوي خو به نه يو؟
له بيت المال سره څه ډول تعامل کوو د يتيم د مال په سترګه ورته ګورو او که د غنيمت په سترګه؟؟
له ولس سره مو چلند څه ډول دی؟ د شفقت او حسنه اخلاقو او که د تعالي او ځان لوړ ښوولو؟ خدای مکړه عجب او غرور خو به مو په زړونو کې ځای نه وي نيولی؟
اسلامي، جهادي او ملي منافعو ته په شخصي ګټو ترجيح ورکوو او که د شخصي منافعو د خونديتوب لپاره مو هلې ځلې پيل کړي؟
سريت او راز ساتنه مو په کومه اندازه ده دښمنان خو به مو په وړه او غټه خبر له منځه نه خبريږي؟
په خپل صف کې مو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر څومره اهتمام کړی؟
يوه يادونه بايد وکړم چې د مجاهدينو په ليکو کې واړه لغشزونه او تيروتنې به ضرور وي خو په ټوله کې الحمد لله اسلامي امارت د ثالث عمر له مسير څخه انحراف ندی کړی، اسلامي امارت د خپلو ليکو اصلاح له پامه نه ده غورځولې، هر کال د مجاهدينو د ايماني او فقهي اعداد لپاره علمي سيمينارونه او اصلاحي دورې ترتيبيږي او مجاهدين پکې ګډون کوي.
خو د اسلامي امارت د مؤسس د اتم تلين په درشل کې د هغه رحمه الله له درده ډکه وينا موږ تاسې راويښوي او په اعمالو د فکر کولو موکه په لاس راکوي.