خپلو پلويانو ته د ثالث عمر رحمه الله يو مهم عملي درس

فاتح افغان: د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې کله امير المؤمنين وټاکل شو نو دا تاريخ سازه کلمات يې د خپل رعيت په وړاندې وويل: (ولست معلمکم الا بالعمل فسأدع عملي هو الذي يعلمکم أکثر من قولي) ژباړه: زه به يوازې د خپل عمل په وسيله تاسې ته ښوونه […]

فاتح افغان:

د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې کله امير المؤمنين وټاکل شو نو دا تاريخ سازه کلمات يې د خپل رعيت په وړاندې وويل:
(ولست معلمکم الا بالعمل فسأدع عملي هو الذي يعلمکم أکثر من قولي)
ژباړه: زه به يوازې د خپل عمل په وسيله تاسې ته ښوونه کوم، زه به خپل عمل ستاسې مخې ته کيږدم چې زما له قول څخه زيات تاسې ته زما عمل تعليم درکړي.
د اسلام د دريم خليفه عثمان بن عفان رضي الله عنه په اړه هم راځي چې خلکو ته يې وويل:
(أنتم إلى إمام فعّال أحوج منكم إلى إمام قوّال)
ژباړه: تاسې له ژبور امير څخه يو فعال امير ته زياته اړتيا لرئ.
الله پاک دې د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په قبر رحمتونه نازل کړي په رښتيا چې د فعال امير يو رښتونی مصداق و، خبرې يې کمې او کړنې يې ډيرې دي، څو کلونو وشول چې زموږ امير له موږ څخه کوچيدلی خو افعال يې لا هم امر او نهيه کوي، ښوونه کوي او سمې لارې ته مو برابروي.
په جهادي چارو کې د سريّت او راز ساتنې ارزښت له هيچا څخه پټ نه دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو مبارکو احاديثو کې راز ساتنه په چارو کې د کاميابۍ او بري کيلي ښوولې.
له امنيتي پلوه هم راز ساتنه په پوځي علومو کې ځانګړی مقام لري، ځکه دښمن هڅه کوي ستا په اړه معلومات ترلاسه، راټول او د هدف ګرځونې لارې چارې وسنجوي.
امير المؤمنين رحمه الله د راز ساتنې په برکت له اشغال وروسته د خپل عمر ټول کلونه په هيواد دننه تېر او جهاد رهبري کړي، تردې چې د نړۍ پرمختللو استخباراتو يې هيڅ څرک هم معلوم نه کړ، او ترټولو جالبه دا چې د نړۍ د استخباراتو ضعف او عجز يې ټولې نړۍ ته برملا کړ چې حتی د امير له وفات دری کاله وروسته يې هم د هغه په اړه هيڅ معلومات نلرل.
دا د امير المؤمنين او ملګرو يې د راز ساتنې هغه عملي درس و چې د امارت هر سپاهي ته په وړاندې پروت دی چې که په خپلو جهادي چارو کې بريا غواړئ، رازونه مو داسې وساتئ چې دښمن په اسرارو خبر نشي او حتی الوسع کوښښ وکړئ چې له الکترونيکي وسائلو ځانونه لرې وساتئ.
په تأسف سره چې په دې وروستيو کې د مجاهدينو په ليکو کې راز ساتنې ته ارزښت نه ورکول کيږي شايد لامل يې د ځينې ملګرو دا فکر وي چې اوس راز ساتنې ته ضرورت نشته ځکه اوس مجاهدينو ډيرې سترې سوبې او برياوې خپلې کړي، خو خبره بالعکس ده راز ساتنه هر وخت ضرور ده، موږ ګورو د نړۍ د پرمختلليو او زبر ځواکونو ولسمشران او نور لوړ پوړي چارواکي د موبايل او نورو اليکترونيکي آلاتو له کارولو څخه ډډه کوي او د دې ملموسه نتيجه يې هم لاسته راوړې او له دښمن څخه يې خپل اسرار او رازونه پټ ساتلي.
د اسلامي امارت مجاهدين بايد پوه شي چې معرکه اوږده ده لا ډير مزل پاتې دی، بايد امنيتي حس پيدا کړي، د ځان او ملګرو حفاظت ته پوره پاملرنه وکړي، اليکترونيکي وسائل د ضرورت تر حده وکاروي، د انټرنيټ او واټساف له لارې د مهمو اسنادو او خبرو له ليږلو څخه ډډه وکړي، په دې توګه به يې ان شاء الله رازونه خوندي او محفوظ وي.