ثالث عمر کتاب؛ د تاريخ جوړوونکي امیر هر اړخیز شخصیت در پېژني!

اسد بری: د ۱۹ مي میلادي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې چې افغانستان د خپل وجود تر ټولو سختي ورځې تېرولې، داسي ورځي چې قلم یې له لیکو عاجز دی، د مدرسې یو با احساسه طالب چې مخکي هم په ښه جهاد او امانت دارۍ سره موصوف وو قیام وکړ، د مدرسو طالبان یې سره […]

اسد بری:

د ۱۹ مي میلادي پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې چې افغانستان د خپل وجود تر ټولو سختي ورځې تېرولې، داسي ورځي چې قلم یې له لیکو عاجز دی، د مدرسې یو با احساسه طالب چې مخکي هم په ښه جهاد او امانت دارۍ سره موصوف وو قیام وکړ، د مدرسو طالبان یې سره راټول کړل، لږ شمېر وسلې چې ورسره وې هغه یې پرې تقسیم کړې وسلې ختمې شوې ګڼ طالبان لا خالي لاس وو هغوی ته یې د توتانو له ونو څخه لرګي پرې کړل او د یوه بې نمونې پاڅون پيل یې وکړ….
دا په معاصر تاریخ کې د تش لاسو خلګو یو نادر قیام او تر ټولو عجیبه پاڅون وو همدا پاڅون بریالی شو هیواد کې د سرتاسري امن، ارتقاء او …. لامل شو د تش لاسو طالبانو قیام په امارت بدل شو داسي امارت چې د امریکایي طاغوت په مشرۍ ۴۸ هیوادونو پوځي او ۲۱ نورو هیوادنو په استخباراتي ملاتړ باندي یې د له منځه وړلو لپاره نړیوالي او سیمه ییزي هڅي پيل شوې او بالاخره د تاریخ له تر ټولو ځواکمن او هر اړخیز یرغل سره مخ شو، دا چې همدا امارت لا اوس هم په یوه قوي موقف کې ځای لري او د همدې تاریخي یرغل په وړاندي هسک سر ودرېد ، نظامي او سیاسي عروج یې وکړ دا د لوی الله جل جلاله ځانګړی نصرت، د امارت د مؤسس رحمه الله ځانګړی توکل او تقوی وه.
د دې ستر قیام د باني او د پاڅون د سر لاري امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په هکله به زما غوندي  ډېرو خلګو ته ګڼي پوښتني ور ولاړیږي، څنګه شخصیت وو؟ زده کړي یې کومي وي؟ چیرته اوسېدلی وو، زندګي یې څنګه وه، له ملګرو سره برخود یې څه ډول وو، د جګړې په مهال به یې روحیات څه ډول وو، پوځي قیادت یې په کومه بڼه رهبري کاوو؟ فعالیت ته ژمنتیا یې تر کومه بریده وه؟ سیاسي درایت او موقف یې څه وو په سمیه ییزو او نړیوالو قضایاوو کې یې نظر څه وو او … بالاخره د یوه داسي حرکت د بریالي کېدلو لپاره چې څه ضرور او لازم ګڼل کیږي ټول اړخونه یې یو په یو ذهن کې ګرځي او له هري برخي یې ګڼ نور سوالونه زیږي.
له نیکه مرغه د مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله د وفات د اتم تلین په مناسبت، د هیواد والو دا ارمان پوره شو، د نوموړي رحمه الله په هکله یو مستند، جالب او په روانه ژبه کتاب چې له ډېرو تاریخي او عیني حقائقو برخمن دی چاپ شو.
کتاب د هیواد د پياوړي لیکوال او شاعر قاري عبدالستار سعید صاحب له لوري لیکل شوی دی او ډېره خواري پرې شوې ده.
قاري صاحب د کتاب د پيل په خبرو کې لیکلي دي:
«د دې کتاب د لیکو مقصد دادی تر څو د اسلامي امارت د زعیم ملا محمد عمر مجاهد ځانګړي دیني او سیاسي کړني د اوسني او راتلونکي مسلمان نسل لپاره یوه ښه بېلګه او د اقتداء نمونه و ګرځي.
دغه راز د مرحوم ملا صاحب په اړه لومړی لاس، واقعي او مؤثق معلومات تر لوستونکو و روسول شي، تر څو د تاریخي پېښو څېړونکي او عام لوستونکي، په خپلو قضاوتونو کې له همدې مؤثقو معلوماتو استفاده وکړي.»
په کتاب کې د ملا صاحب رحمه الله شخصت، له هري نګاه څېړل شوی دی، ملاصاحب رحمه الله که له یوه لوري، د یوه ستر قیام، باني او او امیر وو له بل پلوه د خپلي ځانګړي تقوا او للهیت له امله، د خپلو لارویانو روحاني امام هم وو.
په مرحوم ملاصاحب کې ګڼ شمېر هغه ځانګړي اوصاف را ټول شوي وو چې په عمومي توګه دا اوصاف په یوه کس کې را ټولېدل په ننۍ زمانه کې نادر دي، حتی محال به وي چې په یو کس له پوره واک او ځواک څخه برخمن هم وي بیا هم بې نمونې تواضع، تقوا، ښه اخلاق، تر وروستۍ کچي اخلاص، په نهایي درجه کې غیرت، جرئت او خود ارادیت سره را یو ځای شي.
یو څه چې ملا صاحب ترې تېر نه وو په هره برخه کې د شریعت تطبیق وو که به وړه مسئله هم مخي ته ورته راغله علماؤ ته به یې رجوع کوله، په سترو قضایاو کې خو به یې د سلګونو علماؤ په شمېر غونډي راغوښتې، لکه د ایران له لوري د ګواښونو په مهال او نیویارک کې د سترو بریدنو په  مهال چې امریکایي اولس مشر بوش د یرغل ګواښونه کول….
د ثالث عمر کتاب کې د ملا صاحب رحمه الله د نژدې ملګرو، تأثرات او خاطرې ډېري د پام وړ دی چې نژدې هر یوه د ملاصاحب رحمه الله هر اړخیز شخصیت له بېلابېلو زاویو څېړلی دی او ښه خاطرې یې تر بیان کړي دي.
که څه هم د ملاصاحب رحمه الله د ژوند هره ورځ له نادرو او تاریخي پېښو ډکه وه خو په کتاب کې د ملا صاحب رحمه الله د لومړني پاڅون د پيل، بیا د امریکایي یرغل په خلاف د مجاهدینو د بیا منظم کولو او د ملا صاحب رحمه الله د مخفي ژوند او وفات پيښې یې هغه برخي وې چې ماته ډېري جالبي وي، دا ټولي پېښي په کره او مستند ډول راوړل شوي دي.
ټول مجاهدین مشران او کشران باید د ثالث عمر کتاب په ځان کې د اصلاح په نیت مطالعه کړي، تر څو د ثالث عمر رحمه الله له اوصافو، کړنو او دریځ څخه خبر شي او د راتلونکي لپاره یې خپل مسیر وګرځوي.