غزل / ذهین

دوریځو له حجابه پټ پټ ستوري درته ګوري سپوږمۍ درپسي مړه شوه له هرلوري درته ګوري کمین کې د کمر پر څوکه ناست ښکلې لالیه دغه دنګ دنګ چنا رونه چې بس ښوري درته ګوري باران هم له اسمانه ستا دیدن پسې راغلی ته نه ګوري په شړکنده را اوري درته ګوري یوڅه وخت لا […]

دوریځو له حجابه پټ پټ ستوري درته ګوري

سپوږمۍ درپسي مړه شوه له هرلوري درته ګوري

کمین کې د کمر پر څوکه ناست ښکلې لالیه

دغه دنګ دنګ چنا رونه چې بس ښوري درته ګوري

باران هم له اسمانه ستا دیدن پسې راغلی

ته نه ګوري په شړکنده را اوري درته ګوري

یوڅه وخت لا دمه مکړه دوخت خالد طالبه

په شمار باندي یوڅوغربیان سرزوري درته ګوري

ذهین او غزل دواړه ستا پر حسن مینان دي

ته ګوره چې هروخت دغزل توري درته ګوري