دتوحید آواز/ ناګار

ما اذان انځور په شور و شرنګ د زنځيرونو کړ زوړ ختيځ مې بيا ځلمی په مستو تکبيرونو کړ پرخه مې کوثر کړ د وينو د ګل ټنډې ته وړي وږمه وږمه پېغام نسيم ولاړ دی منډې ته سپين کمربند وتاړه سبا راغی تيارو پسې ځي جوپې جوپې ستوري د لمر په ښاپېرو پسې شپه […]

ما اذان انځور په شور و شرنګ د زنځيرونو کړ

زوړ ختيځ مې بيا ځلمی په مستو تکبيرونو کړ

پرخه مې کوثر کړ د وينو د ګل ټنډې ته

وړي وږمه وږمه پېغام نسيم ولاړ دی منډې ته

سپين کمربند وتاړه سبا راغی تيارو پسې

ځي جوپې جوپې ستوري د لمر په ښاپېرو پسې

شپه په سپيدو وچاوده ځانمرکې شان شېبه راغله

ته ګريوان څيرې د ناقوس د پير توبه راغله

بيا زموږ رندانو الستي جامونه پورته کړه

بيا يې په شپيلۍ اسرافيلي غږونه پورته کړه

ډک په شومه دم چې وزرونو د جبريل وکړ

ډکه شوه فضا له جلال سور اور رودنيل وکړ

څومره کلک ګوزار په ابرهه بيا ابابيل وکړ

ټول بتان نسکور دي د توحيد اواز خليل وکړ

بيا ترې اننګو د زمانې ته رنګيني راغله

بيا د الاالله په زمزمو باندې ځواني راغله