شهادت زموږ ویاړ او ارمان

د ورځي خبره :   وړمه شپه دهلمند په نوزاد کې دهلمند لپاره داسلامي امارت والي ملا عبدالمنان اخند دیرغلګرو په یوه بزدلانه حمله کې دشهادت عالي مقام ته ورسید. انا لله وانا الیه راجعون داسلامي امارت مشرتابه دشهادت لویه او پراخه مخینه لري،دشر او فساد پر وړاندې داسلامي امارت قیام او دیرغل پر ضد روان […]

د ورځي خبره :  

وړمه شپه دهلمند په نوزاد کې دهلمند لپاره داسلامي امارت والي ملا عبدالمنان اخند دیرغلګرو په یوه بزدلانه حمله کې دشهادت عالي مقام ته ورسید. انا لله وانا الیه راجعون
داسلامي امارت مشرتابه دشهادت لویه او پراخه مخینه لري،دشر او فساد پر وړاندې داسلامي امارت قیام او دیرغل پر ضد روان جهاد کې داسلامي امارت مشرتابه ډيرې قربانۍ ورکړې،اسلامي امارت دخپلو عالي اهدافو دترلاسه کولو په لار کې لا ډيرو سرښندنو ته تیار دی، ویاړي چې داسلام او مظلوم ملت ددفاع په لار کې یې له هیڅ ډول ایثار څخه ځان نه دی دریغ کړی او په پوره اخلاص سره یې دکفر او فساد پر ضد جهاد روان ساتلی دی.
د اسلامي امارت او نورو یو فرق دادی چې: داسلامي امارت مشرتابه دقربانۍ په لومړۍ کرښه کې قرار لري،ددښمن هر ډول زور ته یې سینه سپر کړې او دعام ولس او مجاهدینو په منځ کې اوسیږي. داسلامی امارت دمشرتابه او عام مجاهد ترمنځ داخوت او ملګرتیا داسي قوي مزي جار شوي چې ددښمن پروپاګند،وحشت او تذویر یې له منځه نشي وړلای.
شهید ملا عبدالمنان اخند دافغان ولس اتل و، دنوموړي شهادت لویه ضایعه ده،خو دا هم یو واقعیت دی چې دمشرتابه په شهادت زموږ مبارزه نه یوازي داچې کمزورې شوې نه ده، بلکې لا پراخه او څپانده شوې ده.
دشهید ملا عبدالمنان اخند دشهادت په اړه داسلامي امارت په اعلامیه کې لولو :«ملا عبدالمنان اخند یو مطیع، زړور، مخلص او با احساسه مجاهد و، چې د خپلې پیاوړې مبارزې او تدبیر له مخې يې د هلمند ولایت ۹۵ سلنه خاوره د امریکایې او مزدور رژيم له شتون څخه پاکه کړه او د اسلامي امارت واکمنۍ ته يې پراخه زمینه مساعده کړه.
الحاج ملا عبدالمنان اخند به زموږ د مجاهدینو لپاره د یوې قدوې او نمونې په حیث په زړونو کې باقي پاتې وي، میړانه او بهادري به يې نورو مجاهدینو ته درس وي، شهید ملا عبدالمنان اخند په هلمند ولایت کې لکه ځان غوندې سلګونه نور افراد او مشران روزلي چې د اشغالګر اومزدور دښمن په وړاندې به جهاد او مبارزه په لا ښه وجه پرمخ وړي، ولله الحمد.»
له یوې خوا که داسلامي امارت مجاهدینو دخپل ولس او مشرتابه انتقام له یرغلګر دښمن او اجیر رژیم څخه اخیستی،بل طرفته بیا دشهیدانو دپاکو وینو په برکت دښمن لا ډير ذلیل شوی، ټکول شوی او داسلامي امارت دحاکمیت ساحه پراخه شوې ده.
احمق دښمن په شهادت سره زموږ دکمزوري کولو خیال پلونه وهي،خو شهادت زموږ ویاړ او ارمان دی،موږ ددې ستر ارمان( شهادت) د ترلاسه کولو لپاره د لوی څښتن جل جلاله په دربار کې لاسونه لپه کوو او ستره نیکمرغي یې ګڼو.