نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د دوشنبې په ورځ «د کوچني اختر دوهمه» د کندهار ښار او بېلابیلو ولسوالیو څخه سلګونه سپينږیرو، مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او مجاهدینو ولایت مقام ته تشریف راوړ او پرمهال یې د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره د کوچني اختر مبارکي وکړه. کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی ټولو ته ښه راغلاست ووایه […]
د دوشنبې په ورځ «د کوچني اختر دوهمه» د کندهار ښار او بېلابیلو ولسوالیو څخه سلګونه سپينږیرو، مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او مجاهدینو ولایت مقام ته تشریف راوړ او پرمهال یې د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره د کوچني اختر مبارکي وکړه.
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی ټولو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته یې راغلیو ټولو مېلمنو ته د اختر مبارکي وویله او بیا یې د هر یوه سره په جلا ـ جلا توګه پر امنیتي، پوهني، بیارغوني، روغتیا، د خلګو ترمنځ یووالي راوستو، ولسوالیو کي د اړینو پروژو د تطبیق او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبري او بحث وکړ او په یادو ټولو برخو کي یې راغلیو مېلمنو ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
راغلیو کسانو کندهار والي څخه مننه وکړه، چي د نورو ورځو ترڅنګ یې د اختر په شپو او ورځو کي هم د کندهار ولایت مقام دروازه د خلګو پر مخ پرانیستلې او زیاته یې کړه، چې همدا چاره د خلګو او دولت ترمنځ اړیکي پیاوړي کوي او پر مهال یې د هر راز همکارۍ ډاډ وړاندي کړ.
دوشنبه:/۱۴۴۳/۱۰/۲/هـ ق
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.