۵۰۰  بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسول:

  دغه مرسته چي د سرې میاشتي له خوا د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست په همغږۍ برابره سوې وه نن دهلمند ګرشک ولسوالۍ کي د موسسیاتو د مسولینو، دطبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست ،د ولسوالۍ او د سرې میاشتي د مسولینو له لوري و ویشل سوه. د یادي  مرستي د […]

 

دغه مرسته چي د سرې میاشتي له خوا د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست په همغږۍ برابره سوې وه نن دهلمند ګرشک ولسوالۍ کي د موسسیاتو د مسولینو، دطبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې ریاست ،د ولسوالۍ او د سرې میاشتي د مسولینو له لوري و ویشل سوه.

د یادي  مرستي د ویش پر مهال د سرې میاشتي مسولینو د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال  بېوزلي او بې کاري په هیواد کي لویې ستونزې وبللې دوی همدا راز د موسسیاتو او تجارانو له مرستو څخه مننه و کړه  له سوداګرو او نورو مرسته کوونکو بنسټونو څخه یې و غوښتل چي د بېوزله هیوادوالو لاسنیوی و کړي.

د هلمند بېوزله کورنیو د یادې مرستې په ورکړه خوښي وښوده او وویل چي په دې سره به یې یوه اندازه ستونزې حل سي خو دوی له ولایتي ادارې او اړوند موسساتو د نورو مرستو د ورکړې غوښتنه هم وکړه .

د یادوني وړ ده چي په دغو مرستو کي هري بېوزله کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه ، پنځه لېټره غوړي، پنځه کیلو روب، پنځه کیلو نخود، پنځه کیلو وریجي، یوه کیلو لوبیا او یو ژمنی کیټ پکښې شامل وه و ویشل سوه.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۳ هــ ق