د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه

الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۷ د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه. د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژې د مسوولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته […]

الاماره: ۱۴۴۵/شوال ۷

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژې د مسوولینو د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه ‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي وبلله او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسوولینو د هڅو قدردانی وکړ. محترم ملا صاحب وویل چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید کچه هم راټیټه شوې وه، خو سږ کال په هېواد کې د پرېمانه اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.
له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه لوړه شي. د یادونې وړ ده، چې د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.